1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهایټالیا

ایټالیا: ډوبه شوې کښتۍ کې تر ۳۰ ډېر افغانان مړه شوي

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، له موندل شویو جسدونو ۳۲ یې له پېښې د پاتې ژوندیو افغان کډوالو په مرسته پیژندلي، چې افغانان دي. په کښتۍ کې ټول ۱۸۰ کسان سپاره ول چې له دې ډلې د ۶۷ کسانو جسدونه موندل شوي

https://p.dw.com/p/4OFXr
ایټالیا| د کروټون په ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شویو کې ۳۲ یې افغانان دي
ایټالیا| د کروټون په ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شویو کې ۳۲ یې افغانان ديانځور: Remo Casilli/REUTERS

په روم کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه کې راغلي، چې په کښتۍ کې ټول ۱۸۰ کسان سپاره ولچې له دې ډلې د ۶۷ کسانو جسدونه موندل شوي.

اعلامیه چې په روم کې د افغان سفارت په رسمي فیسبوک پاڼه او ټویټر خپره شوې لیکي:«۳۲ جسدونه د قربانیانو د کورنیو د ژوندي پاتې غړو چې افغانان دي، پیژندل شوي.»

د اعلامیې په وینا، د قربانیانو د کورنۍ نږدې ټولو ژوندي پاتې غړو ایټالوي چارواکو ته اجازه ورکړې چې مړي دې د ایټالیا د کروتون په هدیره او دې ښار ته نږدې نورو هدیرو کې ښخ شي.

اړوند مطالب:ايټالیا: د مهاجرو کښتۍ په ډوبیدو کې د افغانانو په ګډون له ۳۰ ډیر کسان مړه دي

افغان سفارت وايي، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ایټالیا کورنیو چارو وزارت، سره صلیب نړېواله کمیټه، ایټالیا کې میشت افغان سوداګر، ټولنې او د هوايي شرکتونو چارواکي د هغو افغانانو د مړو لېږدونې په موخه رسمي غونډه وکړي چې کورنۍ یې د لېږد مالي توان نه لري.

شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۷مه نیټه یوه کښتۍ له ترکیې ایټالیا ته پر لاره وه چې د دغه هېواد سویلي سمندرګي کروتون ښار کې په اوبو کې ډوبه شوه.