1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا نه غواړي طالبان په رسميت وپيژني

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير لوئيجې دي مايو، د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې د دغه هيواد حکومت نه غواړي طالبان په رسميت وپيژني، خو له نورو هيوادونو يې وغوښتل چې په افغانستان کي د مالي ويجاړتيا مخه ونيسې.

https://p.dw.com/p/40vrI
Italien Luigi Di Maio
انځور: AFP/A. Pizzoli

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير لوئيجې دي مايو، د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې د دغه هيواد حکومت نه غواړي طالبان په رسميت وپيژني، خو له نورو هيوادونو يې وغوښتل چې په افغانستان کي د مالي ويجاړتيا مخه ونيسې.

ايټاليا د نړۍ شلو سترو اقتصادي قدرتونو يا جي ۲۰ ډلي کلنی رياست پر غاړه لري او غواړي د افغانستان له پاره یوه خاصه غونډه جوړه کړي. د مايو چې تيره اوونۍ په نيويارک کې د جې ۲۰ د بهرنیو چارو وزيرانو غونډې کوربه توب کاوه، له Rai 3 تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وويل: «د طالبانو په رسميت پيژندل امکان نه لري، ځکه د دوی په وزیرانو کې ۱۷ ترهګر شته او د ښځو او نجونو حقوق پرته له ځنډه تر پښو لاندي کيږې.»

د ايټاليا د بهرنیو چارو وزير په عين وخت کي واضح کړه چې د افغانستان خلک بايد هغه مرستي چې له تيرې مياشتي راهيسې د طالبانو واک ته رسیدلو سره درول شوي، بايد بيا تر لاسه کړي.

دي مایو زیاته کړه: «تر هغه وخته پورې چې هغوي نه شی کولي تنخوا ګاني ورکړی، طبعي ده چې موږ بايد د ګډوډۍ او د مهاجرت د نه کنترول کیدونکي بهیر مخنيوی وکړو، هغه څه چې کیداي شي ګاونډي هيوادونه بې ثباته کړي.«

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان له خلکو سره د مرستو د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ: «د مالي حمايت له پاره لارې شته، پرته له دي چې پيسې طالبانو ته ورکړل شي. موږ ټولو په دي سره توافق کړی چې د بشري مرستو يوه برخه بايد د تل له پاره د ښځو او نجونو د حفاظت له پاره ځانګړې شي.«

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير وویل،چې د جي ۲۰ هيوادونو د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو سره ژمنه کړې ده چې د ترهګرئ پر ضد به مبارزه وکړي او د بشري حقونو د ساتني په برخه کي به کار وکړي. هغه دغه پوښتني ته چې آيا د افغانستان په اړه د جي ۲۰ مشرانو د ګډې ناستې وخت معلوم شوی، هغه وويل چې دغه غونډه امکان لري په راتلونکي اونۍ کې ترسره شي.

دي مايو وويل: «د ليدنې تاريخ لا تر اوسه عمومي شوی نه دی، خو د جي ۲۰ مشرانو د غونډې جوړيدلو شرايط واضح شوي او دغه غونډه به د لومړي وزير ماريو دراګي په مشرتوب جوړه شي.«