1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلینکن: اسرائیلیان او فلسطینیانو ته باید په ورته نظر وکتل شي

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل اسرائیلي سیال سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت په دې باور دی چې «اسرائیلیان او فلسطینیان باید د آزادۍ، امنیت، رفاه او دیموکراسۍ له برابرې کچې څخه برخمن وي.»

https://p.dw.com/p/3rYBB
Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken
انځور: Olivier Hoslet/REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ویاند په حواله انتونې بلینکن، په عین وخت کې اعلان کړی دی چې د متحده ایالاتو او اسرائیل ترمنځ د اړیکو ټول اړخونه پياوړې کوي. نوموړي همدارنګه له څلورو عربي هیوادونو سره د اسرائیلو د موافقې هرکلی کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن غواړي د منځني ختیځ په هکله خپل سیاست کې تغیر راولي. د نوموړي حکومت له فلسطینیانو سره هغه مالي مرستې چې د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ ځنډولې وې، له سره پيل کړي دي. بایډن څو ورځې مخکې واضحه کړې وه چې د اردن د رود لویدیځه غاړه یې د اسرائیل په وسیله د «اشغال شوې» سیمې په توګه طبقه بندي کړې ده. د امریکا ولسمشر همدارنګه د اسرائیلو د ښار جوړونې په برخه کې د دونالد ترمپ پر سیاست نیوکه وکړه.

خو بلینکن د روان کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې واشنګټن به د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پيژندلو ته دوام ورکړي. نوموړي همدارنګه اعلان وکړ چې د اسرائیليانو او فلسطینيانو د شخړې پای ته رسولو په خاطر د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت هدف، د دوو مستقلو هیوادونو رامنځته کیدل دي.

(ns, sn (afp