1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نتانیاهو مخالفان په ائتلاف جوړولو بريالي سول

۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبه

په اسرائيل کي تر ټاکنو دوې میاشتي وروسته، د دغه هیواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو مخالفان د یوه ائتلاف پر جوړیدو سره سلا سوي دي. په پارلمان کي د دغه ائتلافي حکومت په تائيد سره د نتانیاهو د حکومت ۱۲ کلنه دوره پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/3uNz3
Israel Wahl | Yair Lapid
انځور: Gil Cohen-Magen/AFP

د اسرائيل د صدراعظم مخالفانو د یوه ائتلاف په جوړولو سره د بنیامین نتانیاهو د حکومت ۱۲ کلنه دوره پای ته رسیدو ته نژدې کړه. د مخالف لوري مشر یائیر لاپید وکولای سول د اتو گوندونو گډه  ائتلاف رامنځته کړي.

د »متحد عربي فهرست« د گوند مشر منصور عباس هم د حکومت د جوړیدو د وخت تر پای ته رسیدو څو دقیقې مخي، دغه ائتلاف ته ورداخل سو. د نوموړي ائتلاف د جوړیدو شرایط ډیر سخت ول او تر وروستیو دقیقو پرې باندي بحث روان وو.

د جمهوري ریاست دفتر اعلان وکړ چي لاپید، ولسمشر رووین ریولین ته خبر ورکړ چي وې کولای سول د حکومت د جوړولو له پاره د پارلمان اکثریت په لاس راوړي. په پام کي ده چي د اسرائيل نوی ائتلافي حکومت به د جون پر ۱۴مه د وفادارۍ لوړه وکړي او د دغه کار له پاره د پارلمان د ۱۲۰ غړو د تائيد رایو ته اړتیا ده.

د حکومت دوره يي ریاست، دوه کاله بنیت او دوه کاله لاپید

د رسنیو د رپوټونو له مخي په پام کي ده چي د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر نفتالي بنیت په مشرتوب ښی اړخه گوند په اولو دوو کلونو کي د نوي حکومت رهبري وکړي او لاپید د بهرنیو چارو وزیر په توگه کار وکړي. پس له دوو کلونو به لاپید د صدراعظم په توگه د بنیت ځای ناستی سي.

Naftali Bennett soll im Wechsel mit Jair Lapid die Regierung führen
نفتالي بینیت به له لاپید سره دوره یی حکومت پر مخ بوزيانځور: Yonatan Sindel/AFP

بنیت د بنیامین نتانیاهو په حکومت کي د مالیې د وزیر په توگه هم کار کړی دی.

لاپید او د »راتلونکي« په نوم گوند له نورو کوچنیو اتو گوندونو سره، د مختلفو سیاسي نظرونو په لرلو سره د یوه ائتلاف پر جوړیدو سره سلا سوي دي.

د دغو گوندونو مهمه مشترکه وجه داده چي نه غواړي بنیامین نتانیاهو یووار بیا قدرت په لاس کي واخلي. نتانیاهو له ۱۹۹۶م کاله تر ۱۹۹۹م کاله پوري د اسرائيل صدراعظم وو او تر څوکلني وقفې وروسته د ۲۰۰۹م کال په انتخاباتو کي یووار بیا بريالی او له هغه راهیسي تر اوسه پوري په دوامداره ډول ټولي چاري په لاس کي لري.

خو بیا هم د نوي ائتلافي حکومت د جوړیدو او د هغه د بریالیتوب په هکله شکونه موجود دي، دا ځکه چي د دغو گوندونو په کړنلارو کي سخت اختلافونه سته.

بنیت چي په انترنت کي له کار وبار څخه په یوه سرمایه دار کس تبدیل سوی، له ملي مذهبي سیاست څخه پیروي کوي او د هغه گوند د ښار جوړوني سیاست پلوی دی. د هغه ائتلافي شریکان لکه د میرتس گوند، د کارگر گوند او متحد عربي فهرست گوند بیا د یوه فلسطیني مستقل دولت د جوړیدو غوښتنه کوي او په شدت سره د ښار جوړوني سیاست مخالف دي، هغه سیاست چي په وروستیو کلونو کي اسرائيل ورته مخه کړې ده.

اسرائیل په دوامداره بحران کي ښکیل دی. د دوو کلونو په ترڅ کي د پارلماني انتخاباتو په څلورمه دوره کي هیڅ کوم گوند د اکثریت رایو په ترلاسه کولو بریالی سوی نه دی.

جمهور رئیس ریولین د می میاشتي پر پنځمه نېټه، لاپید د اسرائيل د راتلونکي حکومت جوړیدو ته وگوماره او له هغه څخه یې وغوښتل چي د جون مياشتي د دوهمي ورځي تر پايه پوري یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

GP/NZ/DW.Online