1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاپيد: ایران د اسرائیل له پاره تر ټولو ستر ګواښ دی

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

یائیر لاپید، د اسرائیلو د انتقالي حکومت لومړي وزیر په توګه خپله لومړنۍ تلویزوني وینا کې ایران د خپل هیواد له پاره تر ټولو ستر ګواښ وباله. لاپيد د اسرائیل د داخلي او نړیوالو مسائلو په اړه خپل دریځ او تګلاره مطرحه کړه.

https://p.dw.com/p/4DZpe
Israel | Jair Lapid
انځور: Ronen Zvulun/REUTERS

یائیر لاپید د شنبې په ماښام (د جولای میاشت ۲ نیټه) د اسراییلو د نوي لومړي وزیر په توګه خپله لومړنۍ ټلویزیوني وینا وکړه. نوموړی به د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کې تر عمومي انتخاباتو پورې د حکومت د رهبرۍ چارې پر مخ وړي.

يائیر لاپيد د اسرائیلو د څورلسم لومړي وزیر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې د کورنیو او نړیوالو مسائلو د هغو له جملې څخه د ایران په اړه خپل نظر او دریځ ته اشاره وکړه.

نوموړي ایران د اسرائیلو له پاره تر ټولو لوی خطر وباله او زیاته یي کړه: «زما په باور ایران تر ټولو لوی هغه ګواښ دی چې اسرائیل ورسره مخامخ دی. مونږ به هر هغه اړین اقدام تر سره کړو، څو اټومي توانمندۍ ته د ایران د لاسرسي او زمونږ په سرحدونو کې د دوی د مستقر کیدو مخه ونیسو.»

لاپيد زیاته کړه: «زه ټولو هغو کسانو ته چې زمونږ د نابوده کولو هڅه کوي، له غزې نیولې تر تهرانه او د لبنان له سواحلو نیولې بیا تر سوریې پورې وایم: مونږ مه آزموئ. اسرائیل پوهیږي چې د هر دښمن او ګواښ پر وړاندې څرنګه له خپل ځواک څخه استفاده وکړي.»

د روغې جوړې لاس اوږدول

د اسرائیلو نوي لومړي وزیر د خپلې وینا په بله برخه کې د سولې او روغې جوړې په لاره کې هلو ځلو ته اشاره وکړه. هغه وویل: «مونږ په دې باور یو اسرائیل یو داسې هیواد دی تر کومې پورې یې چې امنیت تامين وي، د سولې په هڅه کې دی. اسرائیل د منځني ختیځ ټولو ملتونو، د هغې له جملې څخه فلسطینیانو ته خپل لاس غځوي او وایي چې د دې وخت را رسیدلی دی چې دا ومنئ چې مونږ به هیڅ کله هم دا ځای پرې نږدو. راځئ چې د سولې په فضاء کې ګډ ژوند کول زده کړو.»

لاپید «ابراهیمي تړون» د سیمې د امنیتي او اقتصادي وضعیت له پاره یو لوی نعمت وباله او خوشبیني یي څرګنده کړه چې راتلونکي تړونونه به هم لا زیات برکتونه له ځان سره راوړي.

متحده عربي امارات، بحرین، سوډان او مراکش په منځني ختیځ کې هغه عرب هیوادونه دي چې په ۲۰۲۰م کال کې له ابراهیمي تړون سره یوځای شول.

په دغه تړون کې شاملو هیوادونو ژمنه کړې ده چې له یوه بل سره به اړیکې عادي حالت ته راولي، دیپلوماتیک مناسبات به ټینګوي، سفارتونه به پرانیزي او هر اړخیزو متقابلو سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو ته به پراختیا ورکوي.

لاپید د اسرائیلو د څوارلسم لومړي وزیر په توګه د خپلې وینا په لومړي سر کې د دغه هیواد له پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت، څخه په سوله ایز ډول د واک د انتقال له کبله مننه وکړه.

ټاکل شوې ده چې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په لومړۍ نیټه به په اسرائیلو کې عمومي انتخابات ترسره شي. تر هغې وخته پورې به یائیر لاپید د دغه هیواد لومړی وزیر وي.

دا په تیرو څلورو کلونو کې پنځم ځل دی چې د یوه نوي حکومت د رامنځته کیدو له پاره په دغه هیواد کې سرتاسري یا عمومي انتخابات ترسره کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا