1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند څرک نه ښکاري

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د نړۍ سياسي مشرانو يووار بيا د اسرائيل او حماس ترمنځ پر اوربند ټینګار کړی دی، خو د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې تر اوسه پر يوه ګډ پريکړه ليک توافق نه دی شوی. په دې منځ کې وژنې دوام لري.

https://p.dw.com/p/3tagd
Israel - Palästina-Konflikt
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images

پر غزې تراډي د اسرائيل د بريدونو لړۍ دوام لري چې په ترڅ کې يې د فلسطينيانو د وژل کيدو خبرونه ورکول کیږي. په غزه کې د روغتيا وزارت ويلي دي چې د اسرائيل په هوايي بريدونو کې تر اوسه نږدې ۲۲۰ فلسطينيان وژل شوي او څه نا څه ۱۵۰۰ ټپيان  شوي دي.

په وژل شويو کې ۶۳ ماشومانو او ۳۶ ښځې هم شاملې دي. اسرائيل هم ويلي دي چې تر اوسه یې د حماس له خوا په بريدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د سې شنبې په ورځ د اردن سيند د لویديځې غاړې په يوه سیمه کې اسرائيلي عسکرو پر فلسطيني مظاهره کوونکو فايرونه وکړل چې په پايله کې یې نور څلور فلسطينيان ووژل شول. تر دې د مخه هم پر مظاهرو د ډزو پر وخت يولس کسان وژل شوي ول.

د حماس او اسلامي جهاد نومې ډله وايي چې په دې تازه نښتو کې یې تر اوسه ۲۰ جنګيالي وژل شوي دي. خو اسرائيل بيا له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کې د ۱۳۰جنګيالو د وژلو ادعا کړې ده.

په غزه کي بشري حالت مخ پرخرابیدو دی

په اسرائيل کې ميشتو عربانو او د نيول شوېو سيمو فلسطينيانو د سې شنبې په ورځ پر غزې تراډي باندي د اسرائيل د بمباريو پر ضد د احتجاج په توګه عمومي اعتصاب وکړ. د اعتصاب په ترڅ کې په اقصی جومات کې پر لمونځ کوونکو د اسرائيل بريدونه او د بيت المقدس په ختیځ کې له شيخ جراح سيمې څخه د فلسطينيانو د شړلو د پلان غندنه هم وشوه. فلسطينيان له پيړيو راهيسې په دغه سيمه کې اوسي.

په امنيت شورا کې کوم پرمختګ نه دی شوی

پر دې بحران د خبرو اترو په موخه د سې شنبې په ورځ (د مي ۱۸مه نيټه) يووار بيا د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي د يوې غونډې په ترڅ کې پر يوه ګډه اعلاميه متفق نه شول. تر دې دمخه امريکا چې د اسرائيل ملاتړې بلل کيږي، د اوربند او تاوتريخوالي د له منځه وړولو په اړه يوه اعلاميه ويټو کړې وه.

فرانسې د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند رامنځته کولو په موخه د يوه پريکړه ليک د منظورولو له پاره د امنيت شورا دا غونډه رابللې وه، خو دا ځل هم کوم د پام وړ پرمختګ ترسترګو نه شو.

د نړيوالې ټولنې غبرګون

د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو مسؤل جوسيپ بوريل، وويل چې اتحاديې د اسرائيل او حماس ترمنځ د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده. خو هنګري د ۲۷ غړيو هيوادونو دې ټولنې له خوا د جاري کړل شوې دې اعلاميې ملاتړ نه دی کړی.

Türkei Präsident Recep Tayyip Erdogan
امريکا د اسرائيلو په اړه د ترکیې د ولسمشر پر څرګندونې سختې نيوکې کړيانځور: Aytac Unal/AA/picture alliance

د سې شنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن که څه هم چې د اوربند په پلوۍ څرګندونې کړې وې، خو تر اوسه یې له اسرائيل څخه د اوربند غوښتنه نه ده کړې. نوموړي د اسرائيل له لومړي وزير بنيامن نتنياهو سره تليفوني خبرې هم کړي دي. 

امريکا په دې منځ د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د »يهودانو ضد« څرګندونې په کلکه غندلي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرایز وويل: «موږ له ولسمشر اردوغان او نورو ترکي مشرانو څخه غوښتنه کوو چې له تندو څرګندونو ډډه وکړي چې دا کار د تاوتريخوالي د ډېريدو باعث کيدای شي.»

خو وزارت واضح کړې نه ده چې د اردوغان کومې څرګندونې یهودي ضد انګيرل شوي دي.

اردوغان څو ورځې ترمخه پر اسرائيل سختې نيوکې کړې وې او هغه يې يو «ترهګر هېواد» بللی وو. نوموړي همدا راز ويلي ول چې د ولسمشر بايدن «لاسونه په وينو سره دي» ځکه چې د اسرائيل ملاتړ کوي.

د اسرائيل او حماس ترمنځ اوربند په تړاو د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل وياند هم ويلي دي چې نوموړې د اردن له پاچا عبدالله سره د خبرو اترو پر وخت د سملاسي اوربند له پاره د هلو ځلو حمايت کړی دی.

د اسرائيل او حماس دريځ

خو پر اوربند د نړيوالې ټولنې د مشرانو پر ټينګار سربیره هم د اسرائيل لومړي وزير نتنياهو د بريدونو د دوام خبره کړې ده. نوموړي وويل: «د اسرائيل وګړو د بې قرارۍ له منځه وړلو له پاره تر کومه چې اړينه وه جګړه به روانه وي.» هغه وويل چې حماس او اسلامي جهاد ډلې ته دومره زيان رسېدلی دی چې هغوی یې تصور هم نه شوای کولی. نوموړي زياته کړه: «موږ هغوی څو کاله شاته واچول.»

بل لوري ته نيويارک ټايمز ورځپاڼې د حماس د يوه مشر موسی ابومرزوک له قوله ليکلي چې اسلامي جهاد ډلې هم په غزه کې د اوربند له پاره غږونه پورته کړي دي. خو هغه ويلي: «د اسرائيل غوښتنه داده چې لومړی باید حماس په يو اړخیزه توګه د دوو درو ساعتونو له پاره بريدونه ودروي. خو آیا اسرائيل به خپله داسې وکړي.»

ابومرزوک ويلي دي چې حماس اوربند غواړي خو يو اړخیز نه، بلکې  يوځای او په خپل منځي اتفاق. خو د رسنيو د رپوټونو په حواله دواړې خواوې لا اوربند ته چمتو نه دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: