1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو د غزې په تراډه کي هدفونه په نښه کړي

۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبه

د غزې له تراډي څخه تر یوه بل راکټي برید وروسته ، اسراییلي پوځ یو وار بیا په فلسطیني سیمو کي ډیری هدفونه په نښه کړل. د اسراییلو له خوا د غچ اخیستني د دغه برید هدف، د حماس تر کنترول لاندی سیمي بلل سوي.

https://p.dw.com/p/3sACD
Palästina Israelischer Luftangriff in Gaza
انځور: Mahmud Hams/AFP

اسراییلي پوځ د شنبې په شپه وویل « ددغه غچ اخیستونکي برید هدف د حماس په نامه اسلامي ډلي د تمریناتو یو مرکز، د هوایی دفاع مرکز، د کانکریټو د تولید تاسیسات او د تونلونو سیستمونه ول.»

د غزې په تراډه کي وسله والو فلسطینانو څو وخته مخکي لکه د پنجشنبې په ورځ پر اسراییلي سیمو یو توغندی وتوغاوه. د اسراییلي پوځ په حواله د جمعې د ورځي په ماښام د حولیت او سدي ابراهام په سیمه کي د خبرداري الارم وږغول سو. د رپوټونو په حواله دغه راکټ پر یوه سرخلاصه سیمه ولگید خو کوم زیان یې نه دی رسولی. یوه ورځ مخکي لا اسراییلي هوایی ځواکونو د دغه راکټ تر توغولو وروسته، د غزې په تراډه کي د حماس ترکنترول لاندي سیمي تر خپل هدف لاندي راوستې.

اسراییلو په ۲۰۰۷ م کال کي د غزې د تراډي محاصره لا پسي شدیده کړه چي په دې ترڅ کي یې د مصر له خوا ملاتړ کیږي. دواړه هیوادونه دا ټول اقدامات د خپلو امنیتي گټو د ساتني له پاره یو دلیل بولي. د اسراییلو تر سخت کنترول لاندي ساحلي سیمه کي چی له نورو جلا سوې،  شاوخوا دوه میلیونه انسانان تر ناوړه شرایطو لاندي ژوند کوي. د حماس ډله د اسراییلو، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوې ده.

GP/NS/AG