1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش «بيټلان» ځانونه بې ګناه بولي

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

د داعش دوه شکمن غړي چې د بريتانوي لهجې په درلودلو سره «بيټلان» بلل کيږي، په متحده آيالاتو کې محاکمه کيږي.‌ په هغوی باندې تور دی چې څلور يرغمل کسان يې ښايي وژلي وي.

https://p.dw.com/p/3jjRy
Islamischer Staat "Beatles" Alexanda Amon Kotey El Shafee Elsheikh,
الشفيع الشيخ (ښي لور) او الېکساندا کوتېي انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

دغه دوه تنه مشکوک ترهګر په داسې يوې ډلې پورې تعلق لري چې له خلکو څخه د سر پرېکولو ويډيوګانې يې خپرولې. خو د «اسلامي دولت» دغو شکمنو غړو چې د يرغمل نيونې په يوې ډلې پورې ښايي اړه ولري، اوس د متحده آيالاتو په يوه محکمه کې ځانونه بې ګناه بللي دي. په هغوی باندې تور لګول شوی دی چې د څلورو امريکايي يرغمل شوو کسانو په قتل کې لاس لري. دغه کسان چې الشفيع الشيخ او الېکساندا کوتېي نوميږي، به له دې وروسته هم په قيد کې پاته شي. خو داسې ښکاري چې د اعدام له جزا څخه به ښايي بچ شي. د سيمه يزې محکمې قاضي، توماس سلبي ايليس، دغه قضيه د جمعې په ورځ «پېچلې او غير عادي» وبلله چې د محاکمې بل پړاو يې د جنورۍ د ۱۵مې له پاره ټاکلی دی. هغه زياته کړه چې دغه محاکمه به «هر څومره ژر» تر سره شي، خو دا چې «وخت ته اړتيا ده… څو عدالت تامين شي.»

تورن کسان له عراق څخه امريکا ته انتقال شول

دغه دوه تورن کسان د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه تر تورن کېدو وروسته‌ له عراق څخه متحده آيالاتو ته وړل شوي ول. دوی په دې تورن دي چې د امريکايي ژورناليستانو جيمز فولي او ستيفن سوتلوف او د خيريه کارکوونکو پيتر کاسيګ او کايلا مولر په وژلو کې يې ښايي لاس لرلی وي. هغوی سربېره پر دغو خلکو د دوو بريتانويانو او دوو جاپانيانو په شمول د نورو ډېرو خلکو په وژلو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

 wmr/dj/ن ص/ق ن

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: