1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت ډلې بیا اروپا او آلمان هدف ګرځولي

۱۴۰۳ شهریور ۷, چهارشنبه

د آلمان په زولنګن ښار کې بريد د اسلامي دولت ترهګرې ډلې سره د تړاو لرونکي زور زياتي يوه تازه بېلګه ده. کارپوهان وايي اصلي محرک یې په منځني ختیځ کې جګړه ده.

https://p.dw.com/p/4k0Gm
د آلمان په زولنګن ښار کې د چړۍ په بريد کې درې کسان ووژل شول
په زولنګن کې برید په دې وروستيو اونیو کې په ټوله اروپا کې د اسلامستي انګیزه لرونکو بريدونو او بريد د هڅو د ټولې لړۍ يوه کړۍ وهانځور: Sascha Schuermann/Getty Images

داعش د آلمان په زولنګن ښار کې د چړۍ د برید مسئوليت منلی دی. د «اعماق» انترنټ پاڼې په حواله چې د »اسلامي دولت« تبليغاتي آله بلل کیږي، بريد «د فلسطين او نورو سيمو د غچ« په موخه شوی او د «عيسويانو يوه ډله» یې هدف ګرځولې ده.

د «زور زياتي د مخنيوي شبکې» څخه توماس موکته، دويچه ویله ته وويل: «ترهګر په منځني ختيځ کې روان کړکېچ د تحرک د ترلاسه کولو د وسلې په توګه کاروي.»

د موکته، په حواله چې کله د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه حماس ډلې په اسرائيل کې ملکيان ووژل او اسرائيل په غزې تړانګه کې متقابل غبرګون ښکاره کړ، نو په لویدیځه اروپا کې د ۲۰۲۲م کال په پرتله په بريدونو او د بريد د هڅو په شمير کې «څلور برابره ډېر زياتوالی» وليدل شو.

په زولنګن کې برید په دې وروستيو اونیو کې په ټوله اروپا کې د اسلامستي انګیزه لرونکو بريدونو او بريد د هڅو د ټولې لړۍ يوه کړۍ وه، خو دا تل روښانه نه وي چې آيا د دې ټولو بريدونو تر شا د اسلامی دولت لاس دی، که څنګه. 

په هغه ورځ چې په زولنګن کې بريد وشو، د فرانسې په جنوب لا ګرانده – موته کې د یوې کنيسې مخې ته دوو موټرو انفجار وکړ.

 اتريشي چارواکو د اسلامي دولت دوه خواخوږي د امريکايي سندرغاړې تېلر سوېفت، د اګست په سر کې په ويانا کې د دوو پلان شويو کنسترونو تر مخه ونيول. د اتريش د دولتي امنيتي ادارې په حواله اصلي شکمن يو ۱۹ کلن اتريشی ځوان وو چې د شمالي مقدونيا رېښې لري. هغه تر نيول کیدو وروسته وويل چې غوښتل یې «خپل ځان او له ځانه سره ډېر نور خلک ووژني.» کنسرتونه تر دې وروسته لغوه شول.

د می میاشتې په پای کې د آلمان په منهايم کې میشت يوه افغان د چړۍ په يوه خونړي بريد کې يو پوليس وواژه او پنځه کسان نور یې سخت ټپيان کړل.

د دې بريد هدف د «پاکس اروپا» په نوم د اسلام يو منتقد غورځنګ وو. په داسې حال کې چې له اسلامي دولت سره کومه مستقيمه اړيکه ونه موندل شوه خو پلټنونکو دا بريد د «مذهبي انګیزه» لرونکي بريد په توګه درجه بندي کړ.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

اروپايي چارواکو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهېسې یعني پر اسرائيل د حماس تر بريدونو او بيا د اسرائيل د ځوابي عملیاتو راهېسې په لویديځه اروپا کې ۷ بريدونه او ۲۱ هڅې او يا پلان شوي بريدونه راجستر کړي دي.

موکته، وايي دا ډيروالی د حيرانتيا وړ نه دی: «اسلامي دولت لوېديځه اروپا په څرګنده توګه د وېرې او ترهې د خپرولو او د ټولنې د ويشلو په څرګنده اراده د بريدونو د هدف په توګه مشخصه کړې ده، څو وکولای شي د خپلې داعيې له پاره لا ډېر خلک راجلب کړي.»

هغه تر ټولو خونړی بريد چې داعش یې مسئوليت پر غاړه اخیستی وو، په لویدیځه اروپا کې نه، بلکې د ۲۰۲۴م کال په مارچ میاشت کې په مسکو کې و شو. د کنسرتونو پر سالون ترسره شوي دې بريد کې تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول. هغه وخت د اعماق له خوا وويل شول: «د اسلامي دولت سرتيرو د عيسويانو پر يوه ستره غونډه بريد وکړ او په سونو کسان یې ژوبل او ووژل.»

د انترنټ له لارې افراطي کول

دې ترهګرې ډلې هغه وخت نړيوال شهرت ومونده چې لس کاله تر مخه یې د هغه وخت مشر ابو بکر البغدادي، په نږدې او منځني ختیځ کې «خلافت» اعلان کړ.

تر دې په وروسته کلونو کې د داعش ځواک اوج ته ورسېد او د سوریې او عراق ډېرې سيمې یې ونيولې. په وحشيانه توګه د وژلو او سر پرې کولو ويډيوګانې به یې د انترنت له لارې خپريدلې.

موکته وايي: «اسلامي دولت په دوامداره توګه د انترنت له لارې د دې ډول بريدونو د ترسره کولو تبليغ کوي او په دې اړه هم دقيقې لارښونې شوي وي چې بريد څرنګه باید ترسره شي لکه د موټرو په کارولو سره په هر ځای کې د کافرو وژل.»

د يوې ځانګړې بوږنونکې پېښې په ترڅ کې چې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شوې وه، د اسلامي دولت يوه خواخوږي په برلين کې د کرسمس په يوه بازار کې پر خلکو يوه لارۍ ور وځغوله او دولس کسان یې ووژل.

په ۲۰۱۹م کال کې ډېرو دا فکر کاوه چې اسلامی دولت ډلې ته په منځني ختیځ کې پوځي ماته ورکړل شوې ده. په اروپا کې هم د يوې مودې له پاره بريدونه لږ شول، خو د بريدونو د دې نوې څپې سره داسې ښکاري چې جهاديزم بيرته راستون شوی دی.

موکته، وايي چې د بريدونو ترسره کوونکي مخ پر زياتيدونکي توګه ځوانان دي. په اروپا کې له نيول شويو څخه یې دوه پر درېمه برخه ځوانان دي. او د دوی د راجلبولو له پاره کارېدونکي لارې چارې هم د هغوی سن ته په کتو سره طرحه شوي دي. موتکه وايي: «انترنت په افراطي کولو او متحرک کولو او همدا راز په جلبولو کې اصلي نقش لوبوي.»

د اميد څرک؛ پر وخت پسې پل نیول

کارپوهان په دې برخه کې په نږدې راتلونکي کې د پرمختګ د امکاناتو په هکله ډېر خوشبين نه دي. دوی وايي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نيټې څخه به د منځني ختیځ د کړکيچ پراخيدل د کلونو له پاره د ترهګرۍ پر محرکاتو اغیزه ولري. 

د ډېرو کارپوهانو له نظره د چړو په ګرځولو بندیز لکه د آلمان د کورنيو چارو وزيره نانسي فېزر، یې چې پلان لري، ډېره ګټه نه لري. د دوی په حواله هغه کس چې په چړۍ د يو چا د وژلو اراده لري، د داسې يوه بندیز له لارې یې مخه نه شي نيول کیدلی.

خو سره له دې هم د «زور زياتي د مخنيوي له شبکې» څخه توماس موکته، د اميد يو څرک ويني. نوموړی وايي: «د اکتوبر له ۷مې نيټې راهېسې د مشورې د ورکړې له پاره له رامنځته شويو شميرو سره تماسونه دوه چنده ډېر شوی او دا موږ ته هغه معلوماتو راکوي چې موږ ورته د افراطيت په نسبتاً لومړيو پړاونو کې د مشخصولو له پاره اړتيا لرو.»

هغه وايي دا حقيقت چې عاملين اوس زياتره ځوانان دي، هم موږ ته يوه موقع راکوي. د نوموړي په خبره «پېل له دې کيدلی شي چې هغه کسان چې افرطي کيږي، په کرکتر يا شخصيت او کړو وړو کې یې د پام وړ تغير رامنځته کيږي چې په شا او خوا کې یې د موجودو کسانو له خوا مشاهده کیدلای شي.»

موکته، وايي: «او دا مهمه ده چې دغه تغيرات ژر تر ژره شريک کړل شي او دا چې مرسته او ملاتړ وغوښتل شي، ځکه هره ترهګریزه صحنه هڅه کوي چې ځوان نسل راجذب او بيا جلب کړي؛ دوی راتلونکی نسل دی. او موږ همدلته د تندلارتوب او ترهګرۍ د کنترولولو ښه چانس لرو.»

ب. ص/ ن.ز (Hasselbach)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب