1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

داعش یو وار بیا په سوریه کې د پياوړی کیدو په حال کې دی

۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبه

د سوریې په کرد میشته سیمو کې اسلامپاله د ترکیې له خوا تقویه کیږي او داعش له دې فرصت څخه ګټه پورته کوي. په ځینو سیمو کې مغازې د ښځو د ګومارنې اجازه نه لري، په بل صورت کې به یي مغازه د الوزول کیدو له ګواښ سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/3kraM
Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

د آلمان د راډیو تلویزون (ټاګس شاو) انټرنټ پاڼې د سه شنبې په ورځ په سوریې کې یو وار بیا د داعش د پیاوړې کیدو په اړه رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کې د مختلفو سیمو د هغو له جملې څخه د راس العین نوم اخیستل شوی دی چې په دې ورځو کې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو په غبرګون کې د فرانسې ضد مظاهرو شاهد دی.

یو شمیر اعتراض کونکي د داعش له بیرغ او«الله اکبر» په نارو سره په مظاهرو لاس پورې کوي او له دې لارې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کوي.

د راس العین سرحدي ښار«ولسي وګړو د ساتنې واحدونه » د سرپورته کولو ټاټوبی دی، هغه ښار چې په ۲۰۱۱م کال کې کردوانو په کې د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې پاڅون وکړ او په ۲۰۱۲م کال کې یې د النصر جبهې اسلامپالو ته ماته ورکړه.

د ټاګس شاو په رپوټ کې هغه کلونه چې کردانو په کې د راس العین کنترول په لاس کې درلود، د «خوښې کلونو» او خپلواکمنۍ په توګه یاد شوي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې د ترکي پوځ له ملاتړ څخه د برخمنو اسلامپالو له خوا پای ته ورسیدل.

په نورو سیمو کې د ترکي د پام وړ حضور

په ادلیب کې چې د یاغیانو وروستی سنګر بلل کیږي هم د فرانسې ضد مظاهرې د افراطي اسلامپالو د قدرت ښکاره کولو د نمایش پر صحنې بدل شوی شوې.

ډیرو مغازو د فرانسوي توکو لکه پنیر، تنباکو، عطر او داسې نورو توکو پیرل بایکاټ کړي دي او ترکي تولیداتو ته یې مخه کړې ده.

Syrien Idlib Offensive türkische Truppen Panzer
په ادلیب کې د سوریایي پوځ ټانکانځور: picture-alliance/AA/A. H. Hatib

د ټاګس شاو د رپوټ پر بنسټ که د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ملاتړ له اسلامپالو ځواکونو سره نه وای، دوی به د سوریې او روسي ځواکونو په مقابل کې د بریا هیڅ چانس نه درلودلی.

په دې رپوټ کې راغلي دي «د ډیر وخت راهیسې اسلامپالو د سوريې په شمال ختیځ کې د تل ابیض او راس العین ترمنځ سرحدي سیمه کې چې د ترکیې له خوا اشغال شوې ده اسلامپالو خپل ځای خلاص کړی دی. د سیمې کردي اوسیدونکي تښتیدلي دي او ځای یي سني مذهب سوريایې عربانو نیولی دی. اردوغان دوی هلته ځای پر ځای کړي دي، په حقیقت کې دا پر کردانو د لاس بري له پاره د وګړو تبادله ده.»

د داعش بریدونه

د آلمان د یوه راډیو تلویزون د انټرنټ پاڼې خبریال لیکي، د داعش وسله والې هستې یو وار بیا د سوریې پر نورو سیمو د بریدونو د زیاتولو په حال کې دي.

د داعش د پلویانو د شمیر په اړه اټکل کول ستونزمن کار دی. دوی له کوچنیو هدفي وژنو سره غواړي ویره خپره کړي هغه هم داسې نه چې د سوریې او عراق ترمنځ صحرایي سیمو کې، بلکې د فرات رود په امتداد د کوردانو په خپلواکمنه سیمه کې.

د داعش ډیري پلویان چې د کردستان په زندانونو کې ول یا تښتیدلي دي او یا هم آزاد شوي دي، ځکه کردانو له مالي پلوه د هغوې د ساتلو توان نه درلود.

هغه څیړنه چې په واشنګټن کې د سیاست نړیوال مرکز کې ترسره شوې ده، داعش توانیدلی دی چې د خپلې دارایې یو د پام وړه برخه وژغوري. په دې ترتیب سره نو داعش د وسله والو بریدونو د ترسره کولو او هم د تازه نفسه ځواکونو د جذبولو توان لري.

د داعش جنګیالي په یو شمیر کردمیشته سیمو کې دومره قدرت ته رسیدلي دي چې مغازه لرونکو ته اجازه نه ورکوي چې ښځينه کارمندانې استخدام کړي.

د ټاګس شاو د رپوټ په پای کې د دې ټکي بیانولو ترڅنګ چې که هر څوک د داعش په امر عمل ونه کړي، مغازه به یي الوزول شي راغلي دي: «په سوریې کې د داعش تروریستي ملیشه و د جنګیالیو بیرته ستنیدل واقعیت ته د نږدې کیدو په حال کې دي».