1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

پنځه تنه په داعش کې د غړیتوب په تور محکوم شوي

۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د سې شنبې په ورځ د آلمان یوې محکمې پنځه کسان د «اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې په یوې سیمه ایزې هستې کې د غړيتوب په تور محکوم کړي دي. ویل شوي چې دغو کسانو په افغانستان کې د داعش له یوې مخکښې څیرې څخه امر ترلاسه کاوه.

https://p.dw.com/p/4C82d
Urteilsverkündung im Prozess um mutmassliche Terrorzelle des IS
انځور: Federico Gambarini/picture alliance/dpa

ټول دغه کسان چې په اوږدمهاله بند محکوم شوي دي تاجیکستاني اتباع دي. دغه کسان چې د ۲۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري، د آلمان په دوسلدورف ښار کې د سیمه ایزې محکمې له خوا د بند په سزا محکوم شوي دي.

یو له دغو پنځو تنو څخه د صنعت الله ک، په نوم تر ټولو اوږدمهاله بند په سزا (۹ کاله او ۶ میاشتې) محکوم شوی دی. په آلمان کې د خصوصي حریم د قوانینو پر اساس د دغو کسانو بشپړ نومونه نه دي په ډاګه کړای شوي.

نوموړی همدارنګه د یوه سړي چې د اسلام په اړه یي انتقادي نظر وړاندې کړی و، د وژنې پلان جوړولو په تور هم محکوم شوی دی. دغه برید د مسئولینو له خوا خنثی کړای شوی و.

د محمد علي ګ، عزیز جان ب، فرهاد شاه ک او کامران ب په نوم کسان په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په دلیل له ۴۴ میاشتو نیولې بیا تر ۸ نیمو کلونو پورې بند په سزا محکوم شوي دي.

د راوسان ب، په نوم یو بل کس تیر کال د یوې محکمې له خوا په داعش ترهګریز سازمان کې د غړيتوب، په آلمان کې د دغې ډلې د هستې په جوړولو کې د مشارکت او دوو پلان شوو بریدونو څخه د ملاتړ په تور محکوم شوی و. دغه کس په ۷ کاله بند محکوم شوی و.

څارنوالۍ ویلي دي چې دغو کسانو خپل پوځي وړتیاوې او مهارتونه د «پینټ بال» لوبو څخه په استفادې پیاوړې کړي دي. د ویډیو ګیم په دغو لوبو کې ګډون کوونکي د «اسلامپاله کړیو پورې اړوند» کسان و، چې له هغه وسله وال کس سره په تماس کې ول چې د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې يې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې څلور تنه وژلي ول.

همدارنګه ویل کیږي چې دغو کسانو د یوه غیر متعارف بم یا داسې بم چې تر اوسه پورې عام نه دی د جوړولو له پاره اړين مواد هم ترلاسه کړي ول.

د آلمان فدرالي څارنوالۍ د دغو کسانو له پاره له ۴ تر ۱۲ کلونو پورې بند سزا غوښتنه کړې وه، خو د تورنو کسانو مدافع وکیلانو له محکمې څخه د دغو کسانو د برائت غوښتنه کړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز