1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کندهار د بريد پړه منلې ده

۱۴۰۰ مهر ۲۴, شنبه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کندهار کې پر يوه جومات د پروني بريد پړه منلې ده. په دغه بريد کې لږ تر لږه ۴۱ تنه ووژل شول او په لسهاوو نور ټپیان شول.

https://p.dw.com/p/41lAO
fghanistan Bombenanschlag auf schiitische Moschee in der afghanischen Provinz Kandahar
انځور: Sidiqullah Khan/AP Photo/picture alliance

د داعش یا اسلامي دولت جهادي ډلې سيمه يزې خراسان څانګې د جمعې په ورځ په تلګرام کې اعلان وکړ چې دوو ځانمرګو بريدګرو د ياد جومات پر بېلو برخو بريدونه تر سره کړل. دغه چاودنې د جمعې لمانځه پر مهال د شيعه ګانو په يوه مسجد کې وشوې.

د داعش له خوا په خپاره شوي متن کې راغلي چې لومړي بريدګر د جومات په يوه دهليز کې ځان ته چاودنه ورکړه، په داسې حال کې چې بل بريد کوونکي د »جومات په زړه« کې چاودنه رامنځ ته کړه. عيني شاهدانو هم ويلي چې ډېر شمېر بريدکوونکو دغه بريد تر سره کړی دی. ساتونکي سيد روح الله وويل چې دوو بريدکوونکو د جومات په عمومي دروازه کې ډزې شروع کړې وې. له امنيتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته يوه تن ځان ته چاودنه ورکړه. د نورو عيني شاهدانو په خبره دوو نورو ځانمرګو د اصلي ودانۍ څخه دباندې هم ځانونو ته چاودنه ورکړه چې لږ تر لږه ۷۰ تنه پکې ژوبل شول.

Afghanistan Bombenanschlag auf schiitische Moschee in der afghanischen Provinz Kandahar
د دې تر مخه داعش په کندوز کې هم په يوه جومات باندې د بريد پړه منلې وهانځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance

 يوه اوونۍ مخکې په کندوز کې د شيعه ګانو په يوه جومات باندې په بريد کې په لسګونو انسانان هم ووژل شول. دغه بريد هم د داعش خراسان ولايت په نوم ډلې پر غاړه اخيستی وو. په ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوې د داعش خراسان څانګه له طالبانو سره دښمني لري چې د ځانمرګو بريدونو لړۍ يې اوس په دغه هېواد کې دوام لري.