1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دايکندي کي ۱۴ ملکيان وژل شوي؛ مسئوليت يې داعش منلی

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د پنجشنبې په ورځ په دایکندي ولایت کې وسله والو کسانو ډېر ملکیان په ډزو وژلي دي. تر برید وروسته داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

https://p.dw.com/p/4kZv7
په دايکندي کې په ډرو کې د ۱۴ کسانو ژول کیدل
تر برید وروسته داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. انځور: DW

په دایکندي ولایت کې د پنجشنبې ورځي په خونړي برید کې ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي دي. د داعش یا اسلامي دولت ډلې اړوند د اعماق په نامه رسنۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مسئولیت منلو ترڅنګ ویلي دي: «په مرکزي افغانستان کې د اسلامي خلافت د سرتیرو له خوا په شوي برید کې ۱۵ شیعه [مسلمانان] وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.»

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته، هغه مهال چې دوی د پخواني حکومت پر ضد جګړه پای ته ورسوله، په دغه هیواد کې وسله وال بریدونه کم شوي ول. خو بیا هم د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په څیر یو شمیر وسله والې ډلې لا هم په دغه هیواد کې فعالیت کوي او یو جدي ګواښ ګڼل کیږي.

عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، د فرانسې خبري آژانس ته د برید په تړاو وویل: «نامعلومو کسانو ډزې کړي او ګڼ شمیر ملکیان یې وژلي دي.» نوموړې یاد آژانس ته ویلي دي چې د پیښې په تړاو لا ډیر جزئیات به بیا وروسته له رسنیو سره شریک شي.

په عین حال کې، یوې سرچینې چې د امنیتي دلایلو له کبله یې نه غوښتل نوم يې واخیستل شي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. یادې سرچینې ویلي دي چې یوه ډله کسان د عراق له کربلا څخه تر زیارت کولو وروسته ولایت ته راغلي ول او یوې ډلې کسانو یې هرکلی کاوه، چې ورباندې برید وشو. د طلوع نیوز په نامه تلویزیون هم د ځايي سرچینو په حواله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴ ښوول دی.

د داعش ډلې خراسان څانګه د دغې ډلې د افغانستان څانګه ده. خراسان له تاریخي پلوه د ایران، افغانستان او مرکزي آسیا څخه جوړې یوې سیمې ته ویل کیږي. د اسلامي دولت خراسان څانګې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې شیعه مذهبه په نخښه کړي ول. دغه ډله طالبان هم خپل دښمن ګڼي، داسې ډله چې د دوی په څیر سني مذهب لري.

داعش ډلې په دې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې بریدونه کړي دي. دغې ډلې د روانې میاشتې په پیل کې په پلازمېنه کابل کې هم د یوه برید مسئولیت ومانه چې پکې شپږ کسان ووژل شول. دغې ډلې همدا راز په بامیان ولایت کې هم پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ چې له کبله یې د دریو بهرنیو سیلانیانو په شمول شپږ کسان ووژل شول. داعش ډلې همدا راز د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په مسکو کې په یوه خونړي برید سره چې پکې ۱۴۵ کسان ووژل شول، خپل قوت نړیوالو ته ښکاره کړ.

په ورته وخت کې د روانې میاشتې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې یوه چارواکي خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت د خراسان څانګه اروپايي ټولنې ته تر ټولو ستر بهرنی ګواښ دی. د ملګرو ملتونو په حواله، داعش ډلې په تیرو شپږو میاشتو کې خپل مالي او لوجیستيکي امکانات لا پسې پراخ کړي دي.

طالبان بیا وايي چې داعش ډله یې ځپلې ده او د دغې ډلې له پاره بهرني هیوادونه تبلیغات کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د داعش په تړاو راولاړې شوې اندېښنې د «د پروپاګند له کبله دي» او دا چې دغه ډله په افغانستان کې «په پراخه اندازه کمزورې» شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب