ایران ځیني افغان مهاجر بیرته نیمروز ته لیږلي
۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبهایران د نیمروز سره خپل ګډ سرحد تړلی دی
د هغه راهیسي چي تیره پنجشنبه ورځ طالبانو د نیمروز ولایت مرکز، زرنج تر خپل کنټرول لاندي راوستی، د دغه ولایت یو تعداد اوسیدونکو سیمه پریښوله او کوښښ یې وکړ، چي ایران ته ورداخل سي.
د هغو ویدیوګانو څخه چي په فیسبوک کي نشر سوي، لیدل کیږي، چي د افغانستان یو تعداد نظامي قواوي د خپلو موټرونو او نظامي تجهیزاتو سره ایران ته ورداخلیږي.
د نیمروز ولایت د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو سره همسرحده دی او د میلک په نامه عبوري سرحد د هیرمن د ښارګوټي سره نژدې موقعیت لري. ویل کیږي، چي ایران د افغانستان سره د میلک او ګمشاد په نامه دوه سرحدونه تړلي دي.
د افغان مهاجرو بیرته استول
د هغو کسانو تعداد چي په دې وروستیو څو ورځو کي د نیمروز څخه ایران ته وراوښتي دي، دقیق ارقام نسته. خو ځیني منابع د «زرونو» افغان مهاجرو د اوښتو خبره کوي ، کوم چي د ایران سرحدي قواوو د هغوی یو تعداد بیرته نیمروز ته وراستولي دي.
د میلک د عبوري سرحد مدیر، مصطفی ضیايي د دغه افغان مهاجرو په باب ایرانۍ ورځپاڼي «همشهري» ته ویلي دي، «د دغو مهاجرو په منځ کي داسي کسان وه، چي پاسپورټ ، ویزه او نور اسناد یې نه درلودل او د میلک سرحد څخه ایران ته رااوښتي وه. خو پسله څو ساعتونو څخه هغوی چي اسناد نه درلودل بیرته افغانستان ته واستول سول او ځیني نور یې بیا د ایران د سرحداتو د وزارت په کومک د مهاجرینو یوه کمپ ته انتقال سول.»