1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سره سمندرګي کې د ايران په يوې کښتۍ کې چاودنه شوې

۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبه

ايران په سره سمندرګي کې د دغه هېواد په يوې کښتۍ کې د چاودنې خبر تائيد کړی دی. تر دې مخکې رسنيو په سره سمندرګي کې د ایران پر يوې کښتۍ د بريد خبر خپور کړی وو او ويلي يې ول چې حمله اسرائيلو کړې ده.

https://p.dw.com/p/3rexS
Persischer Golf Iran Öltanker
انځور: picture-alliance/AP Photo

د رويترز خبري آژانس په حواله د ايران د بهرنيو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ (د اپريل ۷مه نیټه) تائيد کړې ده چې په سره سمندرګي کې په يوې کښتې کې چاودنه شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده وويل: «د سه شنبې پر سهار جيبوتي ساحل ته څېرمه په يوې کښتۍ کې چاودنه شوې ده چې تلفات نه لري. دا ملکي کښتۍ وه چې د سمندري داړامارانو په مقابل کې يې د سيمې د ساتنې دنده درلودله.»  

اسرائيلو تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي ځکه چې دغه هېواد په عمومي توګه د خپلو نظامي بريدونه په اړه خبرونه نه خپروي.

تر دې مخکې ځينو رسنيو چې د ایران د «تسنيم» خبري آژانس هم پکې شامل دی، د ایران د سپاه پاسداران ځواک پر يوې کښتۍ د بريد خبر خپور کړی وو.

د آلمان خبري آژانس د «تسنيم» په حواله ويلي ول چې د «ایران ساويز» په نامه دې کښتۍ په سره سمندرګي کې د تجارتي کښتيو ملاتړ کاوه.

د آلمان خبري آژانس د «ګلوبل سيکوريتي» په نوم امريکايي انترنټ پاڼې په حواله ليکلي چې دا زيانمنه شوې کښتۍ د ایران په سپاه پاسداران ځواک پورې اړه لري.

«نيويارک ټايمز» ورځپاڼې بيا په کښتۍ کې د چاودنې په اړه د رپوټ خپرولو ترڅنګ له ایران سره د اتومي لانجې په اړه په روانو خبرو اترو کې پرمختګ ته هم اشاره کړې ده.

په رپوټ کې راغلي دي: «چاودنه [په ساويز کښتۍ] کې په هماغه ورځ رامنځته شوې چې له ایران سره د اتومي لانجې په اړه په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر خپور شو. هغه پرمختګ چې اسرائيل یې مخالف دی.»

اړونده موضوع:ايران: د اتومي فزيکپوه د وژنې تر شا څه دي؟

د «العربيه» خبري شبکې د خپلو خبري سرچينو په حواله ليکلي دي چې دا بريد د چسپکي بم څخه په استفادې د «اسرئيلو کماندو» کړی دی. د احتمالي تلفاتو او کښتۍ ته د اوښتي زيان په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي خو «العربيه» د رسيدلي زيان کچه «لوړه» ښوولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې «نيويارک ټايمز» د دې بريد مسؤليت اسرائيل ته متوجې ګڼلی دی او ليکلي یې دي چې دا بريد د اسرائيلو پر يوې تجارتي کښتۍ د حملې په ځواب کې شوی دی.

کښتۍ نظامي وه که بار وړونکې؟

«نيويارک ټايمز» ليکلي دي چې که څه هم دغه کښتۍ له فني لحاظه په بار وړونکو کښتيو کې شميرل کیږي خو په اصل کې يوه نظامي کښتۍ ده.

دې ورځپاڼې مخکې ليکلي چې دا لومړۍ پوځي کښتۍ ده چې د ایران او اسرئيلو ترمنځ لانجه کې په نښه کيږي.

Jemen Ras Isa | Verlassener Öltanker | Mögliche Ölkatastrophe
والستريت ژورنال پر ایراني کښتيو د لږ تر لږه ۱۲ بريدونو خبر ورکړی ووانځور: picture-alliance/AP Photo

«نيويارک ټايمز» د ايران د سپاه پاسدارن په غړيو پورې تړلو د تليګرام څو کانالونو ته اشاره کړې چې ادعا کوي دغه بريد اسرائيل کړی دی.

«العربيه» هم په خپل رپوټ کې د ساویز پر کښتۍ بريد د ایران او اسرائیلو ترمنځ د سمندري جګړې دوام ګڼلی دی. په دې سره دې سرچيني په مارچ میاشت کې د «شهر کرد» پر کښتۍ د اسرائيل بريد ته اشاره کړې ده.

يوه مياشت مخکې «والستريت ژورنال» په تیرو دوو کلونو کې په سره سمندرګي کې د اسرائيل له خوا د ايران پر لږ تر لږه ۱۲ کښتيو د بریدونو خبر ورکړی وو او د امريکايي او سيمه ایزو چارواکو د څرګندونو په حواله یې ليکلي ول چې دغه کښتيو سوریې ته تېل انتقالول او هغوی د سمندري ماینونو هدف ګرځيدلي دي.

د دې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي ول چې اسرائيلو د يو شمير نورو کښتيو چې سوریې ته یې سلاح او تېل انتقالول، مخه نيولې ده.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: