ایرانی مولوي: د طالبانو سره د خدای فضل او خلګو ملاتړ سته
۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبهد ایران د زاهدان د اهل سنت مولوي عبدالحمید وايي، چي د واقعیتونو نه په نظر کي نیول د اوسنی نړۍ یو د غټو مشکلاتو د جملې څخه دی او وايي، چي طالبان هم د افغانستان د واقعیتونو یو جزء دی.
د مولوي عبدالحمید د دفتر څخه د یوه رپوټ په حواله هغه پرون د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال وویل، « د طالبانو د غورځنګ قربانۍ او جهاد د دې سبب سو، چي غربي اشغالګران، کوم چي د لیري ځایونو څخه دغه هیواد ته راغلي وه، د افغانستان څخه ووزي.»
مولوي عبدالحمید ددې خبري پر تاکید باندي، چي طالبان هغه د پخوا طالبان نه دي او د «خپله ځانه یې مهارت او ظرفیت ښکاره کړی دی» اضافه کړه، چي د طالبانو په خپله خبره یې ټولو ته عمومي عفؤ اعلان کړې او ویلي هغه کسان چي د دوی سره هم جنګیدلي دي، کار نلري. نه غواړي خلګ په قتل ورسوي او ظلمونه وکړي.
خو د دغي ادعأ برخلاف بیا د طالبانو لخوا نیول سوو منطقو کي د تشدد ډکو اعمالو رپوټونه ورکول سوي دي، چي د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یې هم په مقابل کي عکس العمل ښوولی دی.
آ./م.ق./ا.ا.