1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ایران له خوا پر ویزه لرونکو کسانو د پولې تړل ناسم کار دی»

۱۴۰۰ دی ۱۶, پنجشنبه

د اسلام کلا پر سرحدي پوله راټول شوي کسان وايي چې غواړي په قانوني ډول ايران ته سفر وکړي خو د دغه هېواد چارواکي ورته اجازه نه ورکوي. د اسلام کلا سرحدي ګمرک مسؤولین هم د ایراني لوري پر دې کړنه انتقاد کوي.

https://p.dw.com/p/45CZo
Flucht aus Afghanistan
آرشيف انځورانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

په افغانستان کي د جمهوریت تر سقوط وروسته ډیری افغانان غواړي چې د ښه ژوند په نيت ایران او له هغه ځایه یو شمیر ېې بيا ترکېې او اروپا ته ځانونه ورسوي. خو له دې کسانو يو شمير ته یې سره له دې چې د ایران ویزه هم لري، دغه هېواد ته داخليدو اجازه نه ورکول کیږي. ډېرو یې دا ویزې د پېسو په بدل کې په لاس راوړي دي. 

جمعه گل چې د کابل څخه هرات ته راغلی او هوډ لري ایران ته سفر وکړي وايي چې په دیرش زره افغانیو یې ویزه اخیستې ده او د کرونا ټیست یې تر سره کړی خو بیا هم ورته اجازه نه ورکول کیږې چې ایران ته سفر وکړي.

نوموړی زياتوي: «څلور ورځي کیږې چې زه دلته راغلی يم. دیرش زره افغاني مي پر قانوني ویزي ورکړي بیا هم اجازه نه راکول کیږې. ترکله به همداسې سرگردانه یوو.»

بلخوا د اسلام کلا سرحدي کمیسارۍ مرستیال مولوي همایون همت دویچه ویله سره خبرو کي د ایران حکومت دا کړنه د ګاونډیتوب د اصولو خلاف کار ګڼي وايي: «څرنګه ممکنه ده چې هم د خلګو پیسې اخیستل کیږې ویزي ورکول کیږې او بیا د تګ اجازه نه ورکول کیږې . دا يو غير قانوني کار دی چې بايد ونه شي.»

همت له افغانانو څخه هم غواړي چي خپل هېواد دې نه پريږدي او دا چې ور پېښې ستونزې به یې په کرار کرار هواري شي.

په افغانستان کي د پخواني تر پرځيدو وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر خراب شوې چې له کبله یې یو شمیر افغانان د قانوني او غیري قانوني لارو څخه د هیواد پریښودلو هڅه کوي.

احمدالله چې د لوګر ولایت اوسیدونکی دی، چې غواړي د قاچاقي لارو ایران له هغه ځایه ترکې او بیا تر اروپاېې ملکونو ځان ورسوې. هغه زياتوي چې په دې هم ښه پوهیږې چې پر دې لار هر راز خطرونه سته خو بیاهم مجبورۍ اړ ایستلی چې دا رنګه سفر ته مخه کړي.

که څه هم د کلونو را په دې خوا زرګونه افغانان په ترکیه کي په دې هیله پراته دي چې ګوندي د اروپاېې هیوادونو لار به پرې خلاصه سي خو دا هیله یې همداسې پاتې ده.

د مدني ټولنې غړي سید اشرف سادات هم وايي چې ډیر هغه افغانان چې په هیواد کي له ژوندانه ستړي شوې په ډیرو سختو شرایطو کي د وطن پریښودلو هڅه کوي. نوموړی زياتوي: «د مجبورۍ له مخې افغانان په کډوالۍ لاس پوري کوي، خو د ایران لار یوه خطرناکه لار ده او د بلې خوا د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا یاد افغانان توهین، تحقیر وهلو ډبولو سره مخ کیږې چی حتې یو شمیر یې ژوند له لاسه ورکوي.»

د یادوني وړ ده چې تیره اونۍ د ایران حکومت اعلان وکړ چې د پنځلسو ورځو لپاره د کرونا د اومیکرون نوې څپي د مخنیوې لپاره خپله پوله پر سیاحتي ویزه لرونکو تړي چې دي کار یو شمیر افغانانو ته سخت مشکلات را ولاړ کړي دي. د بلې خوا د ژمي په سړه هوا کي له وطن څخه د افغانانو دارنګه وتلو ناهیلې ډیره کړې ده.