1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: ژر باید له ایران سره توافق ته ورسیږو

۱۳۹۹ بهمن ۱۱, شنبه

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په وینا له ایران سره د اټومي موافقتنامې ژوندي کول «عاجل لومړيتوب» لري. هغه ویلي امریکا اراده لري د تر ټولو لوی اټومي کړکیچ مخه ونیسي، ځکه ایران د اټومي وسلو جوړولو ته ډیر نږدې شوی دی.

https://p.dw.com/p/3obWk
Jake Sullivan
انځور: Carolyn Kaster/AP Photo/picture alliance

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، ویلي دي چې له ایران سره نړیوالې اټومي موافقې ته رسیدل د امریکا له پاره عاجل لومړيتوب لري.

 سالیوان د جمعې (د جنورۍ میاشتې ۲۹ نیټه) په ماښام په هغه ویډیويي کنفرانس کې چې د واشنګټن د سولې مؤسسې له خوا جوړ شوی وو، په خپله وینا کې دا ځل د اټومي موافقتنامې د بیا را ژوندي کولو له پاره د هیڅ ډول مخ شرط یادونه ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت په دې وروستیو ورځو کې په پرله پسې ډول ټینګار کړی دی او ویلي یي دي، مخکې له دې چې امریکا له اټومي تړون سره یوځای شي ایران باید پر خپل اټومي ژمنو عمل وکړي.

سالیوان واضحه کړې ده، له هغه وخت څخه چې ترمپ امریکا له اټومي موافقې څخه ایستلې وه، ایران اوس د اټومي بم جوړولو ته لا ډير نزدې شوې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې په منځني ختیځ کې د ایران بی ثباته کونکی چلند د انديښنې وړ دی، خو په اوس وخت کې متحده ایالاتو ته د اټومي کړکیچ د زیاتیدو مخه نیول لومړيتوب لري.

د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار همدا راز زیاته کړه چې ایران د توغندیو د ودې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او امریکا اراده لري چې د اټومي موافقتنامې په بیرته را ژوندي کولو سره د ایران توغندیز پروګرام هم تر څار لاندې راولي.

د سالیوان په خبره د اټومي موافقتنامې په برخه کې د امریکا د نوي حکومت سیاست له هغه څه په پرتله چې د دونالد ترمپ د واکمنۍ پر مهال ترسره شوي دي، ډیر متفاوت دی.