1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او محمد بن سلمان پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي؟

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات او اړیکو پر تقویه کولو خبرې کړي دي. همدا څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایدن سعودي عربستان ته تللی و.

https://p.dw.com/p/4EVV0
Argentinien G20 Gipfel - Putin und bin Salman
آرشیف انځورانځور: Reuters/K. Lamarque

د کرملین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د روسیې ولسمشر ولایدیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره چې عملاً د دغه هیواد مشري کوي، تلیفوني خبرې کړي دي.

د دواړو مشرانو ترمنځ د تیلو د نړیوال بازار په اړه تفصیلي خبرې شوي او د نفتو تولیدونکو هیوادونو ډلې اوپيک پلس ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ پر اهمیت ټینګار شوی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او ثبات او د اړیکو پر عصري کولو مفصلې خبرې کړي دي.

دغه تلیفوني خبرې په داسې یو وخت کې شوي دي چې ۶ ورځې مخکې د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان په سفر تللی و او له محمد بن سلمان سره یي خبرې اترې کړې وې.

د شنونکو په باور د پوتین او محمد بن سلمان ترمنځ خبرې اترې د دې خبرې ښکارېندویي کوي چې واشنګټن او مسکو دواړه د سعودي عربستان له پاره مهم دي، په ځانګړي توګه په داسې یوه وخت کې چې په اوکراین کې د روسیي د جګړې له امله د انرژۍ نړیوال بازار له ستونزو سره مخامخ دی.

Saudi Arabien | US-Präsident Biden trifft MSB
انځور: Bandar Algaloud/Courtesy of Saudi Royal Court/Handout/REUTERS

د کرملین په حواله پوتین او محمد بن سلمان ویلي دي چې روسیه او سعودي د انرژۍ په نړیوال بازار کې د اړینې انرژۍ او ثبات ساتنې په خاطر خپل رول لوبوي او په دې لړ کې په پرله پسې ډول خپل مسئولیتونه ادا کوي.

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس اس پي ای ویلي دي چې دواړو مشرانو د سیمه ایز او نړیوال امنیت او ثبات په اړه خبري کړي دي.

دواړو مشرانو د سیمې پر وضعیت هم خبرې کړي دي او ولسمشر پوتین د ایران او ترکیې له ولسمشرانو سره د جولای پر ۱۹ نېټه په تهران کې د خپل ملاقات پایلې د سعودي له ولیعهد سره شریکې کړي دي.

ولادیمیر پوتین په تهران کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره درې اړخیزې خبرې اترې کړي وې. دوی په سوريه کې د روانې جګړې او هلته د امنیت د ثبات په هکله خپل نظرونه شریک کړل. دغه درې واړه هیوادونه له ۲۰۱۱م کال راهیسې د سوریې په روانه شخړه کې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې پوتین په تهران کې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي سره لیدلي و. د ایراني رسنیو په حواله په دې ترڅ کې آیت الله خامنه ایي ویلي ول چې ایران او روسیه باید د لویدیځو هیوادونو د فریبونو په وړاندې هوښیار اوسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز