1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا: ایران روسیې ته بې پيلوټه الوتکې استوي

۱۴۰۱ تیر ۲۱, سه‌شنبه

امریکا وایي داسې شواهد لري چې ایران غواړي د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي. د امریکایي چارواکو په حواله ایران احتمالاً له بې پيلوټه الوتکو څخه د استفادې په خاطر روسي عسکرو ته لومړنۍ روزنیزه دوره پيل کړې وي.

https://p.dw.com/p/4E1BE
Iran Teheran | Präsentation neue Drohne "Gaza"
انځور: Sepahnews/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو پر بنسټ ایران غواړي د اوکراین پر وړاندې د روسیې په تعرضي جګړې کې د استفادې له پاره مسکو ته په سلګونو بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په اختیار کې ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سالیون، له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې ایران غواړي «څو سوه» بې پيلوټه الوتکې روسیې ته واستوي. د هغه په خبره وسلې لرونکي بې پیلوټه الوتکې به هم په دغو مرستو کې شاملې وي.

سالیوان زیاته کړې ده: «زمونږ اطلاعات ښيې چې ایران له دغو الوتکو څخه د استفادې له پاره ځان د روسي سرتیرو روزنې ته اماده کوي. لومړنۍ روزنیزه دوره احتمالاً د جولای په میاشت کې پيل شوې ده.»

اړونده مطالب: ډرونونه د جګړو په څرنګوالي کې ژور بدلون راوستی دی

د سالیوان د څرګندونو په اساس تر اوسه معلومه نه ده چې آیا ایران مخکې تر دې روسیې ته بی پيلوټه الوتکې استولي دي او که نه.

بې پيلوټه الوتکې د اوکراین په جګړه کې مهم رول لري. له دغو الوتکو څخه په توغندیزو بریدونو، د کوچنیو بمونو په غورځولو او له مقابل لوري څخه د پټو اطلاعاتو د را ټولولو په برخه کې استفاده کیږي.

اوکرایني سرتیري د «بیرقدار» په نامه د ترکیې له بې پیلوټه الوتکو څخه د روسیې د نظامي ځواکونو پر وړاندې په بریالیتوب سره استفاده کوي. امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو هم اوکراین ته بې پيلوټه الوتکې استولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د وینزیویلا پر ولسمشر د بی پیلوټه الوتکې د برید ویډیو