1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توغندیو جوړولو په برخه کې د ایران او شمالي کوریا همکاري

۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په یوه محرم رپوټ کې ادعا شوې ده چې ایران د لیري واټن ویشتونکو توغندیو د جوړولو په برخه کې له شمالي کوریا سره همکاري کړې ده.

https://p.dw.com/p/3p79B
Nordkorea Militärparade
انځور: KCNA/AP/picture alliance

هغه رپوټ چې ملګرو ملتونو د شمالي کوریا په هکله د امنیت شورا غړو ته وړاندي کړی دی پکښې ویل شوي دي چې تیر کال شمالي کوریا د ټولو نړیوالو بندیزونو په سرغړونې سره د اټومي او بالیستیک توغندیو د جوړولو لړۍ جارې ساتلې وه.

په دې رپوټ کې ویل شوي دي چې شمالي کوریا د دغو وسلو جوړولو مالي لګښت له هغو ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه ورکړی دی چې د سائبري (انټرنټي) بریدونو له لارې یې غلا کړې وې او نوموړي هیواد اوس هم خپل دا عمل جاري ساتلی دی.

په رپوټ کې بې له دې چې نوم یي واخیستل شي د یوه داسې هیواد حواله ورکړل شوې ده چې له شمالي کوریا سره یې د داسې توغندیو چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري د جوړولو په برخه کې مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو په خپل دې رپوټ کې ویلي دي چې شمالي کوریا په خپل پوځي رسم ګذشتونو کې د لنډې، منځنۍ فاصلې، له ابتلونو څخه توغول کیدونکو او بین البراعظمي بالیستیک، نوي توغندي نندارې ته وړاندې کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دې (شمالي کوریا) د بالیستیک او اټومي سرګلولې لرونکي توغندي د آزموېنې او اټومي وسلو د جوړولو اعلان وکړ... او بیا یي خپل د بالیستیک توغندیو اساسي زیربنا ته ارتقا هم ورکړه.»

 د ملګرو ملتونو دغه رپوټ په داسې یو وخت کې رابرسیره کیږي چې د امریکا نوي حکومت د شمالي کوریا په هکله په خپله تګلاره کې د فشار اچولو ترڅنګ له دغه هیواد سره له دیپلوماتیکو چینلونو څخه د کار اخیستلو اراده لري.

رویټرز خبري آژانس په دې هکله په نیویارک کې د شمالي کوریا له سفیر څخه د دغه هیواد د غبرګون معلومولو هڅه وکړه، خو د هغوی له خوا یي په سمدستي توګه کوم ځواب ترلاسه نه کړای شو.

د ایران ښکیلتیا

په رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې ایران د لیري واټن توغندیو جوړولو پروګرام په برخه کې له شمالي کوریا سره همکاري کړې ده.

د کارپوهانو یوې ډلې په دې رپوټ کې ویلي دي «ویل کیږي چې د دواړو ترمنځ د همکارۍ په لړ کې د مهمو تخنیکي وسایلو انتقال هم شامل دی، دا د هغې ایراني محمولې پورې هم تعلق نیسي چې په دې وروستیو کې په ۲۰۲۰م کال کې انتقال شوې ده.»

د بلوم برګ میډیا رسنیزې ادارې په حواله د توغندیو په برخه کې د شمالي کوریا کارپوهانو هم د ایران د «حاجي علي موحد څیړنیز مرکز» سره د توغندي ویشتونکي وسایطو د جوړولو په برخه کې مرسته او همکاري کړې وه. د اطلاعاتو پر اساس شمالي کوریا هم په دې برخه کې ایران ته یو څه سامان آلات استولي ول.

ایران دغه تورونه رد کړي دي. نوموړي هیواد د دغه رپوټ چمتو کوونکي کانال ته ویلي چې ممکن د دې رپوټ د برابرولو له پاره غلط معلومات او جعلي شمیرې کارول شوي وي.

د امریکا نوي حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې که ایران غواړي د ۲۰۱۵م کال تړون وژغوري، نو تر دې مخکې باید پر ټولو شرایطو یې عمل وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز