1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

ایران: د قبرونو پر ټکس اخیستلو سخت انتقادونه

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د تهران پرملیونونو قبرونو باندي پلان سوی د قبرونو پر ټکس اخیستلو باندي په محلي رسنیو او اجتماعي شبکو کي سخت انتقادونه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4N6RK
Iran l Dar-al-salam-Friedhof in Shiraz
انځور: mizan

د منتقدینو دپاره دا د منلو وړ نده، چي د مسئولینو د هغي ناتوانۍ پخاطر، چي پراقتصادي بحران باندي نسي غالبه کیدلای، اوس غواړي د مړو او د هغوی د پاته سوو کسانو څخه یې تاوان واخلي. 
سربیره پردې باید د مړو اوسنی سیسټم قبول او نه دا چي د هغوی پوسیله خپلي خالي خزاني ډکي کړي. د دې تشویش هم موجود دی، هغه قبرونه چي ټکس یې نه وی ورکړی یا یې نسی ورکولای، د ښاروالی لخوا د سره خرڅ او پدې ډول سره د ډیرو انسانانو وروستۍ ارامي هم واخیستل سي.