1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د روغتیا وزارت: په کابل پوهنتون کې ډزو شپږ تنه ټپیان کړي

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

لومړني مالومات ښيي چې ‏په کابل پوهنتون کې د ایران د کتابونو د یوه نندارتون له پرانیستل کېدو سره هممهاله ډزې شوې دي.

https://p.dw.com/p/3kkJb
Afghanistan Kabul | Anschlag auf schiitische Gedenkfeier
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

روغتيا وزارت په کابل پوهنتون کې د ډزو له کبله د شپږ تنو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن، دوشنبه سهار د کابل پوهنتون په ساحه کې د ډزو څخه خبر ورکړی دی. د پوهتون يو شمير استادانو ويلي چې وسله وال پوهنتون ته داخل شوي دي. د روغتيا وزارت تر اوسه پورې د شپږو کسانو د ټپي کيدو خبره کوي.

د فرانسې خبري آژانس د عيني شاهدانو له قوله بيا د ټپيانو شمير اته تنه ښوولی دی. د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق آرين ويلي چې امنيتي ځواکونه په ساحه کې دي او هڅه کوي وضيعت کنترول کړي. وسله والو طالبانو په پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي او تر اوسه بلې هیڅ کومې ډلې هم د بريد پړه نه ده منلې.

عیني شاهدانو ویلي چې د پوهنتون له یوې دروازې محصیلین ایستل شوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پیښه تائيد کړې ده. نوموړي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: "یوشمیر ترهګر او د پوهې دښمنان د کابل پوهنتون ته ننوتلي."  نور جزویات به وروسته تاسې سره شریک شي.