1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

بی پیلوټه الوتکو د ایران پر یوه پوځي کمپلکس برید کړی دی

۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

وروسته له دې چې په اصفهان کې د څو چاودنو غږونه واوریدل شول د ایران د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت د «ورکشاپونو کمپلکس» د بی پیلوټه الوتکو تر برید لاندې راغلی دی. زیاته شوې ده چې دغه برید ځاني تاوان نه دی رسولی.

https://p.dw.com/p/4Mpwa
Iran Isfahan | Drohnenangfriff auf Militäranlage
انځور: Isna

دفاع وزارت او د ایران د وسله والو ځواکونو د ملاتړ ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اصفهان ښار کې د دفاع وزارت اړوند یوه نظامي مرکز باندې د بی پیلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی. 
په اعلامیه کې ویل شوي چې د شنبې او یکشنبې تر منځ د شپې په شاوخوا ۲۳:۳۰ دقیقو د دفاع وزارت د ورکشاپونو کمپلکس د درو بی پیلوټه الوتکو له خوا د برید هدف ګرځول شوی دی.   

آيا پر سعودي د ايران د بريد ګواښ شته؟
د نوموړي وزارت په وینا یوه بی پیلوټه الوتکه د دافع هوا سیستم له خوا خنثی او دوه نور یي د هوایي دفاع په تلک یا جال کې تر بندیدو وروسته چاودلي دي.
د دې اعلامیې په اساس دغه برید کوم ځاني تاوان نه دی اړولی، خو یوازې د کمپلکس چت یا بام ته لږ زیان اوښتی دی.


مخکې تر دې د اصفهان په ښار کې د یوې چاودنې د ویروونکي غږ تر اوریدو وروسته د اصفهان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال د «خبر سیما» شبکې سره په مرکه کې د چاودنې په تائیدولو سره ویلي و چې دغه چاودنه د «دفاع وزارت د وسلو جوړولو په یوه مرکز» کې رامنځته شوې ده.
محمد رضا جان نثاري زیاته کړې وه «اوښتي زیانونه تر ارزونې لاندې دي او لاملونه یي د په نښه کیدو په حال کې» دي. 

په فارس خلیج کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه د امریکا اندیښنه
د مهر خبري آژانس رپوټ ورکړی و چې «په خمیني سړک کې د ۱۲مې سیمې اوسیدونکي د ویروونکو غږونو له کبله سړکونو ته را ووتل».
د انستاګرام په پاڼو کې چې د اصفهان خبرونه هم تر پوښښ لاندې نیسې یوه کاروونکي لیکلي و چې په مختلفو زماني واټنونو کې د چاودنو څلور غږونه اوریدل شوي چې له کبله یي رامنځته شوې لړزه د اصفهان په کورونو کې هم احساسیدله.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح