1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د «اټومي اوبتلونو» خطر څومره جدي دی؟

۱۴۰۰ فروردین ۱۶, دوشنبه

یوه آلمانۍ ورځپاڼه د لویدیځ د استخباراتي سرچینو په حواله وایي چې ایران د اټومي اوبتلونو جوړولو له پاره خپلې هڅې کړندۍ کړي دي. ایراني چارواکو یوه لسیزه مخکې ویلي ول چې د «اټومي اوبتلونو د جوړولو په لومړي پړاو» کې دي.

https://p.dw.com/p/3rb2m
Iran Bildergalerie KW 48
انځور: FARS

آلمانۍ ورځپاڼې «دي ولت» د شنبې په ورځ د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان یوه کال مخکې څرګندونو ته په اشارې او د لویدیځ استخباراتي سرچینو په استناد دا پوښتنه مطرح کړې ده چې د ایران د اټومي اوبتلونو جوړولو پروګرام خطر څومره جدي دی؟

د ځوانو خبریالانو کلب د ۱۳۹۹م ش کال د وري میاشتي پر ۲۸ نیټه، د ایران د سمندري ځواکونو مشر حسین خانزادي له قوله لیکلي ول چې ایران د اټومي اوبتلونو د جوړولو په فکر کې دی.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې درانه اوبتلونه کولی شي چې تر ډیرې مودې په سمندر کې پاتې شي، وویل: «څوک کولی شي زموږ مخه ونیسي چې له دې توانمندۍ څخه برخمن نه شو، څو له خپل امنیت څخه په دفاع کولو سره د سولې ټینګښت تامين کړو.»

«دي ولت» د لویدیځو استخباراتي بنسټونو د رپوټونو په استناد چې د دوی په اختیار کې ورکړل شوي دي، ویلي چې ایران په دې وروستیو کې د اټومي اوبتلونو د جوړولو له پاره خپلې هڅې په د پام وړ ډول زیاتې کړي دي.

آیا اټومي اوبتلونه د اټومي پروګرام یوه برخه ده؟

نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چې د دغو بنسټونو د اطلاعاتو جزیات ښیې چې د اټومي اوبتلونو د تولید پروژه دقیق د هماغه پروګرام په چوکاټ کې ده چې ایران تر څو کاله مخکې پورې اټومي بم ته د لاس رسي په خاطر پرې کار کوي.

ایران پر ځينو شواهدو سربیره په وار وار د اتوم بم جوړولو له هڅو څخه انکار کړی دی او وایي چې د اټومي پروګرام موخه یې له اټومي انرژۍ څخه د سوله ایزو مقاصدو له پاره استفاده ده.

د اټومي اوبتلونو د جوړولو هڅې په ظاهره کې د دفاع وزارت د نوي دفاعي څېړنو سازمان (سپند) پورې متمرکزې دي چې مشر یي محسن فخري زاده، اسرائیل ته منسوب یوه برید کې د تهران په څنډه کې ووژل شو.

د «دي ولټ» په حواله په حقیقت کې د اټومي اوبتلو پر جوړولو د روان کار له پایلو څخه کیدای شي د اتومي بم د جوړولو په برخه کې هم استفاده وشي.

Iran - Neues U-Boot Ghadir-942 im Hafen von Bandas Abbas
د غدیر په نامه د ایران د سمندري ځواکونو اوبتلانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Emamdadi

دغې آلمانۍ ورځپاڼې د لویدیځ استخباراتي سرچینو په حواله ویلي دي چې د اټومي اوبتلونو د جوړولو پروګرام او طرحو د جوړولو له پاره د «مرصاد» په نامه یو شرکت رامنځته شوی دی چې د محمد حسین عباباف بهبهاني په نامه یو کس یې مشري کوي.

د ایران د اټومي اوبتلونو احتمالي خطرونه

په واشنګټن کې د علومو او امنیت نړیوالې ادارې فزیک پوه دیوید آلبرایت، وايي چې په دې برخه کې یو له مهمو مسائلو څخه د اوبتلونو د تولید له پاره د اړینو اټومي ریاکتورونو او د برق د تولید له پاره د اټومي ریاکتورونو ترمنځ تفاوت دی.

په اوبتلونو کې د ځای د کمښت له امله د هغه د انجن ریاکتورونه باید ډیر کوچني، خو په عین وخت کې ډير قوت ولري او په داسې یورانیمو سره کار وکړي چې ډير غني شوي وي.

په داسې حال کې چې د انرژۍ د تامینولو له پاره اتومي بټۍ ډېر وخت له ۳ تر ۵ سلنه غني شوي یورانیمو څخه استفاده کوي، د اوبتلونو ریاکتورونه بیا په عادي ډول له ۸۰ تر ۹۰ سلنه غني شوو یورانیمو سره کار کوي. له ۸۰ سلنه پورته غني شوو یورانیمو څخه د اټومي بمونو په سرګولولو کې هم کار اخیستل کیږي.

اټومي اوبتلونه کولی شي په اونیو او حتی میاشتو تر اوبو لاندې حرکت وکړي او کولی شي د ایران شخړیز بالستیک توغندي د ډیرو لیرو اهدافو تر نږدې پورې ورسوي.

آلبرایت وایي له همدې امله د ایران اوبتلونه کیدای شي د امریکا، اروپا او اسرائیل له پاره ګواښوونکي اوسي. خو سره له دې تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې آیا ایران د اټومي اوبتلونو د جوړولو توان لري او که نه؟

دغه امریکایي فزیک پوه په دې باور دی چې دا کار به ډیر وخت ته اړتیا ولري او ډیر مصرف لري. په داسې حال کې چې د نورو ترڅنګ پر دغه هیواد د لګول شوو بندیزونو له امله د ایران مالي امکانات ډیر محدود دي.

په ایران کې تر اوسه پورې د سپکو او نیمه درنو اوبتلونو څو نمونې جوړي شوي دي، خو دغه هیواد د تر اندازې زیاتو درنو اوبتلونو له تولید څخه چې پکې د اټومي ریاکتورونو څخه استفاده د توجیه وړ وي، ډیر واټن لري.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز