1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اذربایجان: د ایران په استخباراتو پوري اړوند يوه ډله مو نيولې

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

د اذربایجان جمهوریت د استخباراتو سازمان د ایران په استخباراتو پورې اړوند یوې ډلې د ۱۹ غړو د نیولو خبر ورکړی دی. د دغه هیواد په رسنیو کې دا خبر داسې مهال خپریږي چې د ارمنستان لومړی وزیر د ایران په سفر تللی دی.

https://p.dw.com/p/4IyCk
Flaggen von Iran und Aserbaidschan
انځور: picture alliance

د اذربایجان جمهوریت د ملي امنیت ادارې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر لومړۍ) په ورځ د اذربایجاني اتباعو د یوې داسې ډلې د نیولو خبر وکړ چې د دې سازمان په وینا د ایران د استخباراتو وزارت په وسیله د اذربایجان د ګټو او ملي امنیت پر ضد اقدام له پاره روزل شوي وو.

د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي دي: «یوه غیرقانوني وسله واله ډله چې له افراطي مذهبي افکارو څخه په الهام اخیستلو سره رامنځته شوې ده[غړو یې] د ایران د استخباراتي سازمان په وسیله روزنه ترلاسه کړې ده.»

په دغه اعلامیه کې د لیکل شوو اطلاعاتو پر اساس، د «وحت مسلمین غورځنګ» په نامه دغې ډلې غړي د دریمې هیوادونو له لارې ایران ته تللي دي او په ایران او سوریې کې یې روزنه ترلاسه کړې ده.

د اذربایجان د اطلاعاتو سازمان له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغې ډلې داسې کتابونه او ویډیوګانې وارد کړي دي چې د«عصري پراختیا او سیکولار دولت د مفکورې پر وړاندې مذهبي افراطي چلند ته وده ورکوي.»

اړوند: په فارس خلیج کې د ګواښوونکي وضعیت په اړه د امریکا اندیښنه

نوموړي سازمان ویلي دي چې له دغو شکمنو کسانو څخه یو تن په یوه بل هیواد کې د «ترهګریز اقدام» پر مهال نیول شوی دی. د دغه کس نوم اورخان اسداف ښودل شوی دی، خو هغه هیواد ته چې دا پکې نیول شوی دی کومه اشاره نه ده شوې.

د یادونې وړ ده چې د ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان نن چهارشنبه (د نومبر ۲ نیټه) تهران ته رسیدلی دی. پاشینیان د یوه ګاونډي هیواد لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې په ایران کې د مظاهرو له پيلیدو وروسته يې دغه هیواد ته سفر کړی دی.

د باکو او تهران ترمنځ تشنج

د اذربایجان جمهوریت او ایران ترمنځ تشنج د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ د قرباغ پر سر د ۴۴ ورځنۍ جګړې وروسته چې د اذربایجان په بریالیتوب سره پای ته ورسېده، هم پای ته ونه رسید.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزی په قره باغ کې د اذربایجان د اشغال شوو سیمو تر آزادیدو وروسته ادعا کړې وه چې د ګاونډیو هیوادونو په حساسو سیمو کې اسرائیلي ځواکونه شتون لري او د جاسوسي فعالیتونو د ترسره کولو په حال کې دي.

اړوند: پلوسي ارمنستان ته د اذربایجان سره په شخړه کي د ملاتړ وعده ورکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د ایران او اذربایجان په سرحدونو کې د اسرائیلي ځواکونو د موجودیت په ادعا کولو سره ویلي ول چې د اذربایجان د خاورې له لارې په سیمه کې تحریک کوونکي اقدامات کیږي.

خو اذربایجاني چارواکو د دې ادعا په ردولو سره ویلي دي چې اذربایجان د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

د ایران په ښارونو کې د پراخو اعتراضونو څپې سره هممهاله، سپاه پاسداران د اذربایجان سره په سرحد کې د «رزمایش اقتدار» یا د واک مانورې په نوم پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز