1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران - افغانستان پر پوله جنجالونه پر څه روان دي؟

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د اسلام کلا پر پوله د ایراني پولیسو او طالبانو ترمنځ کړکېچ له هغه وروسته زیات شوو چې دوې ورځي مخکې طالبانو د افغانستان په خاوره کي د یوه سړک د رغیدو چاري پیل کړې، خو د ایراني ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.

https://p.dw.com/p/4ARqm
Grenze Dogharoun zu Afghanistan in der Nähe von Taibad im Osten des Iran
آرشيف انځورانځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

د دې کار په غبرګون طالیانو افغانستان خاوري ته هغه ایراني موټر او پولیس هم ونیول چې په غیري قانوني ډول د افغانستان خاوري ته را داخل شوې وه.

په اسلام کلا سرحدي ګمرک کي طالب چاوراکي وايي هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د زور له لاري یوه سانتي د افغانستان خاوري ته راننوځي.

د ایران - افغانستان ترمینځ د هرات کهسان ولسوالۍ د اسلام کلا سرحدي ګمرک په سیمه کي پر څلور سوه متره سرحدي پوله کلونه کیږې چې جنجال روان دی.

د اسلام کلا ګمرک ترانزیټي موټر چلوونکي میرآقا دویچه ویله ته وویل زه څو کاله کیږې پر همدې لار تګ راتګ کوم، ایران هڅه کوي چې خپله پوسته او اغزن تار څلور سوه متره د افغانستان خاوري ته را کش کړي.

هغه وويل پخوا افغان سرحدي ځواکونو اجازه نه ورکول، کله چې افغان حکومت سقوط وکړ په هماغه شپه ایراني پولیسو د موقع څخه په استفادې خپله پوسته را کش کړه، خو په سهار یې طالبانو پوسته د زغروال امریکاېې ټانګ پسې وتړل او بیرته یې اصلي ځاې ته ور کش کړه.

طالبانو پر ياده سیمه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او غواړي په دې سیمه کي سړک پوخ کړي، خو ایران یې مخنیوی کوي، ځکه چې که سړک پوخ شې بیا نو بل وخت ایران نشې کولای چې دعوه وکړي.

میر آقا چې اوس یې موټر د ایران د خراسان رضوې په تایباد ښارګوټي کي ولاړ دی وايي: «کله چې طالبانو د ایراني پولیسو موټر او پنځه سرتیري اسیران کړل دواړو خواو په سرحد کي د جنګ چمتووالی وښود سیمې ته یې پوځي قوه راویستل خو په جګړو یې لاس پوري نه کړ یوازي ایران د یوې ورځې له پاره خپل سرحد بند کړ.»

بله خوا د اسلام کلا کمیسارۍ مرستیال مولوي همایون همت دویچه ويله ته وویل چې اول ځل کله چې اسلام کلا د دوی له خوا د تیر حکومت څخه ونیول شوه ایران دا کوښښ وکړ چې د افغانستان خاوره لاندي کړي، خو د دوی اجازه ور نه کړل اوس چې دوی په خپله خاوره کي پوسته جوړوي بیا یې هم ایران مخالفت کوي چې دوی یې مخنیوی کوي بیا نو ایران پر تګ راتګ محدودیت وضعه کوي او سرحد بندوي بل څه خو یې له لاسه نکیږې.

د همت وويل: »اوس په سیمه کي یوازي د سړک د یوې برخي کار درول شوی او د مشرانو خبري رواني دي چي تر اختر وروسته به هغه کار هم پیل شي.« خو د ده په خبره: «ایران باید په دې پوه شي چې موږ تر خپل یو انچ خاوره چا ته نه تیریږو د مشرانو او همسایه توب په خاطر مو ایراني نیول شوې پولیس خوشي کړل، خو نور دي ایراني سرحدي پولیس پر خپل سر زموږ خاوري ته د داخلیدو هڅه نه کوي ځکه تکرار یې ورته په زیان تمامیږې»

Flucht aus Afghanistan
د اسلام کلا پولهانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د سیاسي چارو کارپوه فرحت عثماني وايي: »ایران شل کاله کیږې افغانان تر خوږ ګوتي نیسي چې کله وغواړي خپله خبره تحمیل کړي که یې امتیاز ترلاسه نه کړ بیا سرحد تړي تجارت ته زیان رسوي یا هم پر هغه کسانو پوله تړي چې قانوني ویزي یې په لاس او یاد هیواد ته د تلو چمتووالی لري.«

د طالبانو په راتګ سره د قاچاقچیانو بازار نور هم تود شوی

هغه وايي د جمهوریت پر وخت هم دا هڅي کیدلې خو افغان ځواکونو اجازه نه ورکول او حتې داسې شواهد هم سته چې په ليرې پرتو سرحدي سیمو کي ایران خپل سرحد را کش کړی د افغانستان خاوري ته خو اوس خبره داده چې د تیر حکومت په شان د طالبانو تعامل او زغم دومره نه دی چې ایران یې و آزمايي.

هغه وويل: «طالبان په داسې موضوعاتو کي نه د سرحد د تړلو او نه هم د سوداګرۍ د ټکني کیدو فکر لري. طالبان دارنګه فشارونو ته نه تسلیمیږي خبره دا ده چي سرحدي کړکېچونه باید داسې حل شي چې پر سوداګرۍ او کډوالو اغیزي و نه کړي.»

باید وویل شي چې په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د دغي ډلي او ایران ترمنځ سرحدي مشکلات تر ډیره زیات شوې مخکي دي.

د مارچ میاشتي پر اوومه نېټه هم کله چې ایرانیانو د یوه کانال د کیندلو هڅه کوله، د طالبانو له خوا ېې په پوله کي مخه ونیول شوه چې له امله یې د سرحدي ځواکونو ترمنځ هم نښته وشوه.

هیره دې نوې چې د طالبانو له راتګ سره نه یوازي د دوی او ایران بل د پاکستان ترمینځ په سرحدي سمیو کي جنجالونه تر پخوا زیات شوي دي.