1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: افغانان د بانکي حساب جوړولو لپاره يوه مياشت وخت لري

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

په ایران کې د يو شمير افغان مهاجرو د بانکي کارتونو غيرفعاله کولو، پراخ اعتراضونه را پارولي دي. تر دغو اعتراضونو وروسته د ایران حکومت دغو افرادو ته يوه مياشت وخت ورکړی چې د خپلو بانکي کارتونو د فعالولو له پاره اقدام کړي.

https://p.dw.com/p/3odHD
Iran Dollar Tausch
انځور: AP

د ایران حکومت اوس افغان مهاجرو ته یوه مياشت وخت ورکړی تر څو د خپلو بانکي کارتونو د فعالولو له پاره د «شهاب» بانکي کوډ ترلاسه کړي.

د ایران د کورنيو چارو وزارت د مهاجرو او بهرنيو اتباعو د چارو عمومي مشر، د شنبې په ورځ (د جنوري ۳۰مه) د يو شمیر افغان مهاجرو په اړه چې بانکي کارتونه يې غیرفعاله شوي وويل، په ايران کې ميشتو ټولو هغو افغانانو ته چې د شهاب کوډ «د بانک اليکترونيکي پيژند پاڼه» نه لري، د «وروستي ځل له پاره» يوه مياشت وخت ورکول کيږي تر څو په بانکونو کې د خپل بانکي حساب اړوند لازم معلومات بشپړ او د شهاب کوډ د ترلاسه کولو له پاره اقدام وکړي.

مهدي محمودي د هغو افغانانو په اړه چې بانکي کارتونه يې غیرفعاله شوي وويل چې دغه افراد بانکي حسابونه لري، خو د شهاب کود نه لري.

نوموړي زياته کړه چې له دغه کار څخه موخه په بانکي راکړې ورکړې کې د شفافیت رامنځ ته کول دی چې له پاره يې باید د بانکي حساب د خاوندانو په اړه د دقیقو معلوماتو موجوديت لازمي دی.

محمودي ټينګار وکړ چې دغه قانون د ايراني يا بهرنيو اتباعو په ګډون د ټولو له پاره چې بانکي حسابونه لري يو ډول دی او دا د پيسو د سپينولو د مخنيوي له پاره رعایت کیږي.

ایراني خبري آژانسونو هم تر دې وړاندې رپوټونه ورکړي وو چې د بانکونو دغه اقدام، د پيسو د سپينولو د سياست په ارتباط ترسره شوی دی.

ايراني چارواکو وروسته له هغې په دې اړه غبرګون ښکاره کړ، چې په مشهد او تهران ښارونو کې يو شمیر افغانانو د بانکي کارتونو د غیرفعاله کيدو په ارتباط اعتراضونه وکړل.

خو د ايران بانکونه بیا وايي چې په دې اړه دوی له يونيم کال مخکې راهیسې د پوهاوي کمپاين پيل کړی او بانکونو په دغې موده کې خپلو مشتريانو ته خبر داری هم ورکړی وو، خو هغوی د بانکي کوډ د ترلاسه کولو له پاره لاس په کار نه شول چې په نتيجه کې يې د هغوی بانکي کارتونه غیرفعاله شوي دي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح

د پيسو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: