1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق ضد نړيواله ورځ؛ م.م. د مهاجرو د محافظت ږغ وکړ

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

نن د شنبې په ورځ د انساني قاچاق ضد نړيواله ورځ لمانځل کيږي. په دې ترڅ کې ملګرو ملتونو او د اروپايي اتحاديې شورا د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر امنيت اندېښنه څرګنده کړېده او د دوی د محافظت له پاره یې ږغ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Eu2M
Kuba | Schatten von Migranten aus Haiti
انځور: Ramon Espinosa/AP Photo/picture alliance

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جولای پر ۲۹مه) په ژينيف کې د ملګرو ملتونو تقريبا ۷۰ ځانګړو راپور ورکوونکو او کارپوهانو يوه غونډه دايره کړې وه. دغه غونډه د انساني قاچاق ضد نړيوالي ورځ په ترڅ کي جوړه شوې وه چې نن د شنبې په ورځ لمانځل کيږي. د غونډې ګډونوالو په خپله اعلاميه کې وويل چې په نړۍ کي د بحرانونو د زياتېدو سره سم دا ګواښ هم زياتيږي چي وسله والې ډلې انساني قاچاق د تاکتيک په توګه وکاروي. د مهاجرو او کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ (UNHCR) په شمالي افريقا کي د مهاجرت پر مسيرونو د خوندي ځايونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

په عین وخت کې د بشري حقونو له پاره د اروپايي شورا کميساري دنيا مياتوويچ، د سرحدونو او د انساناني قاچاق د ګواښونو د اداره کولو تر منځ د «ښکاره او مستقيم تړاو» له شتون څخه خبره وکړه. مياتوويچ وويل چي په زياته پر هغه مځکني او سمندري مسيرونو او لارو چي و اروپا ته د رسیدو له پاره د مهاجر له خوا کارول کيږي، د مجرمينو د قرباني کېدو ګواښ زيات دی. د هغې په وينا هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چي له تعقیب څخه په تېښته کي او يا د بهتر ژوند په تلاښ کي وي، نو هغوی د ياد ګواښ سره زيات مخامخ وي. نوموړې دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په شتراسبورګ کي وکړې. د هغې په وينا اروپايي هيوادونه بايد د مهاجرت له پاره امن او قانوني لاري رامنځته کړي. هغې په زياته له اوکراين څخه راوتلو مېرمنو او ماشومانو و موضوع ته د زياتي توجه کولو ږغ وکړ. هغې د کرونا پاندمي په تناظر کي د کمسنه مهاجرینو له پاره پر انټرنټ د انساني قاچاق وړونکو له زيات شوي ګواښ څخه خبرداری ورکړ.

په ژينيف کي د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې ټينګار لاره چي زيات مهاجر، پناه غوښتونکي او له خپلو سيمو شړل سوي انسانان د انساني قاچاق په ترڅ کي د تاوتريخوالي، اختطاف او نورو جرايمو قرباني کيږي. د دغو کارپوهانو په آند ياد خطرونه هغه وخت هم زياتيږي چي د بيا آبادونې امکانات محدوده وي او د کورنيو د الحاق او په مجموع کي د مهاجرت په وړاندي سياست سخت وي. کارپوهانو نيوکه وکړه چي په داسي حال کي چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وسله والو جګړو کي د ماشومانو او مېرمنو د قاچاق شتون تائيدوي، خو په وينا يې د دغو جرايمو تر سره کوونکو تعقيب او د مخنيوي هڅې محدودې پاته دي.

د (UNHCR) استازي وينسېنټ کوچېټل په ساحل او ختيځ افريقا کي د مهاجرت پر لاره د مهاجرو د ساتونکو امکاناتو د تمويل غوښتنه وکړه. د هغه په وينا د انساني قاچاق ضد مبارزه بايد په انټرنټ کي هم ګړندۍ کړل شي. نوموړي پر دولتونو او انټرنټي شرکتونو د همکارۍ ږغ وکړ چي د خپلو کارونو له پاره د انټرنټ کارونکو انساني قاچاق وړونکو پر ضد اقدامات وکړي. د هغه په وينا په عين وخت کي د ديجيتال امکاناتو له لاري مهاجرو ته د هغوی پر لاره د مرستندويه پروژو او ممکنه خطرونو په هکله معلومات رسول کيدلای شي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.