1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کرونا سربیره ۵۵ میلیونه کسان پخپلو هیوادونو کي کډوال سوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

پر کرونا پاندیمي سربیره، تېرکال په ټوله نړۍ کي د هغو انسانانو شمیر بیخي ډیر سوی چي په خپلو هیوادونو کي له یوې سیمي څخه بلي ته کډوال سوي. په افغانستان کي هم د کړکیچڼو له امله خلک کډوالۍ ته مجبوره سوي.

https://p.dw.com/p/3teck
Afghanistan | Binnenflüchtlinge in der Provinz Herat
انځور: Atiqullah Mutmaeen/DW

لکه څنگه چي د داخلي بې ځایه سوو مهاجرو له پاره د ناظرینو سازمان  (IDMC) د پنجشنبې په ورځ (می ۲۰ مه) په ژنیو کي رپوټ ورکړی، د ۲۰۲۰م کال په پای کي په نړۍ کي ۵۵ میلیونه انسانان له ورته برخلیک سره مخامخ سوي.

دغه رقم تر اوسه پوري بې ساری دی. یو کال مخکي ۴۵،۷ میلیونه انسانان په خپلو هیوادونو کي له جگړو او طبیعي آفتونو له امله داخلي کډوالۍ ته مجبوره سوي ول.

د نوموړي سازمان په حواله، سربیره پر دې سرحدونو ته نیژدې هم داسي انسانان ول چي په وار وار سره یوې او بلي غاړي ته شړل سوي. د ۲۰۲۰م کال په ترڅ کي شاوخوا ۴۰،۵ میلیونه دغه ډول پیښي رامنځته سوي دي.

د کډوالو د نارویژي شورا مشر، یان ایگه لند وايي چي: «دا د اندیښنې ځای دی چي تیر کال په هره ثانیه کي یو انسان له خپله کوره څخه وتلو او د خپل هیواد په دننه کي کډوالۍ ته مجبوره سوی دی.»

د داخلي بې ځایه سوو مهاجرو له پاره د ناظرینو سازمان اجرایوي مدیري، الکساندرا بیلاک ویلي دي: «د کرونا پاندیمي پر وخت دغه لوړ رقم تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی.»

د کرونا محدودیتونه او د هغې د انتقالیدو خطرونه ددې باعث کیږي چي کډوال ونه سي کولای اضطراري سیمو ته ورسي او په محل کي د اطلاعاتو راټولول له ستونزو سره مخامخ کیږي. خو سربیره پر دې بیا هم د نوموړي سازمان په حواله د مهاجرینو تعداد ډیر سوی دی.

نوموړي سازمان په خپل رپوټ کي همدارنگه ویلي دي چي په ایتوپیا، موزمبیق او بورکینافاسو کي د افراطي ډلو له خوا د تشدد او زورزیاتي ډېریدل د مهاجرت لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

پردې سربیره دومداره شخړي او بحرانونه د لا ډیرو نوو مهاجرتونو سبب گرځېدلي دي، لکه په سوريې، افغانستان او کانگو کي.

خو په ۲۰۲۰م کال کي تر ۱۰ میلیونه لږو انسانانو له پاره یوازي زورزیاتی د کډوالۍ دلیل وو. طبیعي آفتونو هم تقریباً ۳۱ میلیونه انسانان داخلي کډوالۍ ته مجبوره کړل. په میلیونو انسانان په آسیا کي د آمفان له توفان څخه وتښتیدل.

په افریقا او منځني ختیځ کي باید په میلیونو انسانانو د سیلابونو له امله خپل کورونه پرې ایښي وای. د دغه سازمان کارپوهان ټینگار کوي چي یوازي د اقلیم بدلون د داخلي کډوالۍ د زیاتوالي مسؤل نه بلل کیږي، بلکي د خطر نور دلایل هم موجود دي.

مهاجروتونه په هغو ځایونو کي رامنځته کیږي چي انسانان د اقتصادي او سیاسي دلایلو له امله نور ددې امکانات نه لري چي ځانونه له آفاتو څخه وساتي.

GP/NZ/AG