1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند له مزار شریف څخه خپل دیپلوماتان ورغوښتي دي

۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبه

هند د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله له مزار شریف څخه د خپلې قونسلګرۍ کارمندان او امنیتي کارکوونکي بیرته خپل هیواد ته انتقال کړي دي. د هند حکومت په افغانستان کې خپلو ټولو اتباعو ته له دغه هیواد څخه د وتلو مشوره ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/3yqQO
Afghanistan Herat | Milizeinheiten nach kämpfen mit taliban
انځور: Hamed Sarfarazi/AP/picture alliance

په داسې یو وخت کې چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د مزار شریف پر لور خپل پرمختګ جاري ساتلی دی، هند د سه شنبې په ورځ د افغانستان په شمال مزار شریف کې د خپلې دیپلوماتیکي نمایندګۍ ټول کارکوونکي په یوه ځانګړې الوتکه کې نوي ډهلي ته انتقال کړي دي. تیره میاشت هند له کندهار څخه خپل کارمندان ورغوښتي ول.

مخکې تر دې په مزار شریف کې د هند قونسلګرۍ اعلان کړی و چې د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره «په دغه سیمه کې موجود ټول هندي اتباع دې له ښار څخه ووځي او د اګست میاشتې د ۱۰ نیټې په ماښام یو ځانګړی پرواز له کابل څخه د نوي ډهلي پر لور صورت نیسي. په دې پرواز کې د سفر کولو له پاره خپل معلومات را واستوئ.»

مزار شریف د افغانستان په شمال کې تر ټولو لوی ښار دی چې د ازبیکستان او تاجیکستان سره ګډه پوله لري. تیره ورځ طالبانو د کابل او مزارشریف ترمنځ مهم ښار ایبک تر خپلې ولکې لاندې راوست او د رپوټونو په حواله اوس د مزار شریف پر لور د پرمختګ په حال کې دي. خو په پلازمېنه کابل کې د هند سفارت اوس هم د پخوا په څیر په بشپړ ډول فعال دی.

ولې د هند د قونسلګرۍ چارواکي له کندهاره وتلي؟

همدا د تیرې سه شنبې (د اګست میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ په کابل کې د هند سفارت یوه اعلامیه خپره کړه او له ټولو هندي اتباعو څخه یې وغوښتل چې له افغانستان څخه دې ووځي.

په افغانستان کې یو شمیر هندي کمپنۍ او سازمانونه فعالیت کوي. د هند حکومت له دوی څخه هم غوښتنه کړې، مخکې له دې چې تجارتي پروازونه بند شي خپل ټول هندي کارکوونکي دې له افغانستان څخه وباسي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص