نوي ډيلي کې د هوا د شديدې ککړتیا له کبله ښوونځي رخصت شوي
۱۴۰۳ آبان ۲۸, دوشنبهد هندوستان حکومت د دوشنبې په ورځ په پلازمینه نوي ډيلی کې د مخ په ډېرېدونکي ککړې هوا له کبله اړ شو چې ښوونځي رخصت او پر ځاي ېې آنلاين تدریس پيل کړي.
چارواکي تمه لري چې په کورونو کې د ماشومانو له پاتې کېدو سره به د ترافيکو ازدحام کم شي.
په نوي ډيلي کې حکومت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «په ټولګیو کې حضور باید د ټولو زده کونکو له پاره متوقف شي، پرته د لسم او دولسم ټولګیو.»
حکومت همدارنګه د ساختماني چارو د درولو امر کړی او ښار ته ېې د غیرضروي لاريو داخلېدل ممنوع کړي دي.
د آب و هوا له کیفیت څخه د نظارت چارواکو ويلي چې د دوشنبې په سهار د نوي ډيلي په هوا کې د زهرجنو ذراتو کچه چې روغتيا ته تر ټولو ډېر زیان اړوونکي دي، ۹۰۷ ته لوړه شوې. دوی دا تر ټولو ککړه هوا ښودلې ده.
د روغتیا نړېوال سازمان (ډبليو اچ او) وايي چې د نوي ډيلي په ډېرو برخو کې په هوا کې د سمي يا زهرجن لوګي کچه د تېر په پرتله ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.
په بل عبارت د هوا ککړتیا د هغه محفوظ معیار په مقایسه چې دغه سازمان ېې سپارښتنه کوي، څه باندې ۵۰ یا ۶۰ برابره لوړه شوې ده. د آب و هوا په اړه وړاند وینې ښيي چې دغه وضعیت به د اوونۍ په جریان کې دوام ولري.
د هندوستان د چاپېریال ساتنې اداره، SAFAR، چې په هوا کې د کوچنیو معلقو ذراتو اندازه ګيرۍ کوي، د نوي ډيلي هوا ېې د بل هر وخت په پرتله خطرناکه بللې ده. په دغه ښار کې شاوخوا ۳۳ ملیونه وګړي ژوند کوي.
د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، د پلازمينې غرونه او لوړې ودانۍ پر غلیظ لوګې پوښل شوي چې په سختۍ د ليدو وړ دي او د هوايي شرکتونو د پروازونو د ځنډولو خبرداری یې ورکړی دی.
خلک څه وايي؟
زیاته شوې چې د اوونۍ په پای کې (شنبه او یکشنبه) په ګاونډي ایالت اتراپردیش کې بزګرانو خپلو کروندو ته اور واچاوه چې په احتمال سره باد د هغو لوګي نوي ډيلي او شاوخوا علاقو ته انتقال کړی.
خو د زهرجنې هوا سربېره په پلازمينه کې ډېری خلک پر خپلو ورځنیو کارونو بوخت دي. د ښار په محبوب پارک (لوډهې ګاردن) کې خلک د قدم وهلو او ځغاستو په حال کې ليدل شوي دي.
۵۱ کلنه سنجې ګويل چې په نوي ډيلي کې دوکان لري، وويل: «ټول د ستوني په درد اخته دي. دوی [حکومت] باید د کروندو د پاتې شونو سوځولو باندې بندیز ولګوي. هرې خوا ته لوګي دي.»
۳۰ کلن سبود کمار وويل: «زما سترګې له تېرو څو ورځو راهيسې سوی کوي.» کمار چې د واټ په څنډه کې ېې ډوډۍ خوړه، زياته کړه: «که هوا ککړه وي که نه، زه مجبوره يم چې د واټ په غاړه واوسم، بل به زه چېرته ولاړ شم؟ موږ داسې کوم چاره نه لرو چې په کور کې پاته شو. زموږ کور، خواړه، ژوند... هر څه له کوره بهر دي.»
۵۴ رینکو کمار چې یو ټکسي چلوونکی دی، وايي بې وزله خلک مجبور دي چې کار وکړي: «شتمن وزیران او چارواکي کولی شي په کورونو کې پاته شي، خو زموږ په څېر عادي خلک نه.» کمار زیاتوي: «د یو چا له پاره چې د برېښنا مياشتني بل تحويلول سخت وي هغه په کور کې د ځان له پاره د هوا د تصفيې ماشين کله اخیستلی شي.»
(AFP,AP)mks/nz
له آرشیف څخه: