1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د کرونا وبا له کبله د آی پي ال لوبې وځنډیدې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

هندوستان د کريکټ تر ټولو ستر لیګ (آی پي ال) په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د شدت له کبله ځنډولی دی. په هندوستان کې اوس مهال د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر ۲۰ میليونو ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3sxFH
Cricket Indien Rajasthan Royals  SunRisers Hyderabad
انځور: IANS

په هندوستان د کريکټ چارواکو د دغه هیواد د کريکټ د تجارتي سیالیو لوبې ځنډولي دي. دغه اقدام په هندوستان کې د کرونا ویروس د سختې څپې وروسته اخیستی دی. د دغه هیواد د اپوزيسيون ډ‌لې مشرانو ويلي دي چې په اوس وخت کې له دغې وبا سره د مبارزه له پاره يوازېنۍ لار په د ټول هیواد په کچه بشپړ ټولبندیز دی.

په هندوستان کې يوازې د تيرو څه باندې څلورو مياشتو په جریان کې ۱۰ ميليونه انسانان په کرونا ناروغۍ اخته شول. تر دې وړاندې په لسو میاشتو کې ۱۰ ميليونه کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي ول.

په ګانګرس کې د اپوزيسیون مشر راهول ګاندي د تویتر په یوه پیغام کې ليکلي دي: «اوس وخت کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره يوازينۍ لاره بشپړ لاک ډاون دی.»

د آی پي ال لوبې چې تخميني مالي ارزښت يې ۶ اعشاریه ۸ میليارډه ډالر ښودل شوی د اپريل میاشتې په نهمه پیل شو. دغه لوبې د کرونا وبا له کبله، په لوبغالي کې د نندارچیانو د حضور پرته د تلویزيون له لارې ښودل کيږي. په آی پي ال کې اته ټيمونه لوبيږي چې د (سنرایزر حیدرآباد) په هغه کې يې افغان لوبغاړي هم شته.

رويترز/م.ک.ص./س.ر

3 UTC