1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي چارواکي له طالبانو سره د خبرو له پاره کابل ته تللي

۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

د هند د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی کابل ته لېږلی څو د واکمنو طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري. دا به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو ورووسته د خپل ډول لومړۍ ليدنه کتنه وي.

https://p.dw.com/p/4CAeT
Flagge von Indien
انځور: Colourbox

رويترز خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۲) خبر ورکړی دی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی کابل ته رسېدلی، څو له طالب چارواکو سره وګوري.

کابل ته هندي چارواکي په داسې حال کې سفر کوي چې دغه هيواد د تېر میلادي کال په دوبي کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د سختې بې وزلې او لوږې سره لاس او ګريوان دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي: «د هندي چارواکو ډله به د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د افغانستان له خلکو سره به د هند پر بشري مرستو بحث ترسره کړي.»

په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «هندي چارواکي به د خپل سفر په ترڅ کې همدا راز د دوو نړيوالو سازمانونو له استازو سره هم وګوري چې په افغانستان کې د بشري مرستو په ويش کې کومک کوي.»

همدا شان زياته شوې ده چې دغه هندي چارواکي به له هغو ځايونو څخه هم ليدنه وکړي چې هندي پروګرامونه او پروژې پکې عملي شوي دي.

Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
انځور: Getty Images/A.Karimi

هند په دې و وروستيو کې له افغانستان سره د کابو ۲۰ زرو ټنو غنمو، ۱۳ ټنو درملو او د کورنا د کابو ۵۰۰ زره ډوزه واکيسنو او ژمې د کاليو مرسته وکړه.  د هند د بهرنيو چارو وزارت په دې اعلاميه کې زياته شوې ده چې د درملو او غله جاتو نوره مرسته هم پر لاره ده.

د جنوبي آسيا دغه هيواد د تېر کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه خپل چارواکي ور وغوښتل او هلته یې خپل سفارت وتاړه. خو هند سربيره پر دې هم غواړي چې له افغانستان سره اړيکي وساتي چېرته چې یې پخوانی دښمن هيواد پاکستان د پام وړ نفوذ لري.

هند په کابل کې  په دې وروستیو کې د خپل سفارت د بیا پرانیستل کیدو امکانات لټوي. خو لویه ننګونه امنیت دی چې په دې اړه یې د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې هم کړي دي.

تېره مياشت په نوي ډيلي کې حکومتي سرچینو ويلي ول چې هند ډیر ژر په افغانستان کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو په هکله غور کوي، څو سفارتي چارې بیا فعاله کړی شي. د «انډین ایکسپرس» په نوم د هند د یوې مشهورې ورځپاڼې په حواله دوی معلومات ترلاسه کړي چې د وضعیت د ارزونې په موخه د امنیتي کارمندانو یوې ډلې په فیبرورۍ میاشت کې کابل ته سفر هم کړی وو.

د می میاشتې په پای کې بيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي ول چې په دې اړه لا هیڅ معلومات نه لري چې په کابل کې به سفارت کله بيرته پرانيستل شي.

ب. ص/ ن . ز (Reuters)