1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: هند ته د بریتانیا مرستي ورسیدې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

هند ته د سې شنبې په ورځ له بریتانیا څخه، له کرونا سره د مبارزې  لومړنۍ مرستي ورسیدې. په هند کي په کرونا باندي د ډیرو کسانو د اخته کیدو له امله اوس ددغه هیواد روغتیايي سیستم د سقوط  له ګواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3scJy
Indien | Corona dramatische Situation in Delhi
انځور: DANISH SIDDIQUI/REUTERS

لکه څنګه چي په نوي ډيلي کي د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، په سلو تنفسي آلو او آکسیجن دستګاوو سمبال،  د لوفت هانزا یوه الوتکه د نوي ډهلي په هوايي ډګر کي راکښته سوه.

د نوموړي وزارت ویاند اریندام بګشي په تویتر کي ددغي الوتکي د راکښته کیدو تصویرونه خپاره او ورسره لیکلي یې دي: «د کار په برخه کي نړیواله همکاري».

د کرونا بحران پر وخت له سقوط سره مخامخ روغتیايي سیستم ته په کتو سره به هند نړیوالي مرستي ترلاسه کړي. بریتانیا غواړي د ژوند ژغورلو څه د پاسه ۶۰۰ طبي دستګاوي ددغه هیواد په اختیار کي ورکړي.

لکه څنګه چي په نوي ډیلي کي د بریتانیا کمیسیون خبر ورکوي، په مجموعي ډول نهه پروازونه په پلان کي نیول سوي ترڅو د آکسیجن څه ناڅه ۵۰۰ دستګاوي او ۱۴۰ تنفسي آلې دغه هیواد ته ورسوي.

د هند روغیتايي سیستم چي بې له هغه هم ډیر خراب وو، په کرونا باندي د ډیرو کسانو د اخته کیدو له امله اوس د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

په تیره بیا په نوي ډهلي کي حالت ډیر کړکیچڼ دی. په ډیریو روغتونونو کي طبي آکسیجن او دارودرمل مخ پر خلاصیدو دي.

د کرونا ناروغانو خپلوان په انترنت کي په ډيري مایوسۍ او وارخطايي سره د شفاخانو په خالي بسترونو پسي ګرځي.

په هند کي ددغه ډول حالت د رامنځته کیدو علت د کرونا ویروس نوی ډول B.1.617. په ګوته سوی. له همدې کبله آلمان هم د نورو هیوادونو په څیر، نوموړي هیواد ته پر سفرکولو بندیز لګولی.

GP/NZ/AG