1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په يوه روغتون کي اور د کرونا ۱۳ ناروغان وژلي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳, جمعه

د هند په یوه روغتون کي د اورلګیدني له امله په کرونا باندي اخته ۱۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. هند په اوس وخت کي د کرونا د یوې سختي څپې سره مخامخ دی. له بلي خوا کاناډا له هند او پاکستان څخه الوتکو باندي بندیز ولگاوه.

https://p.dw.com/p/3sSCJ
TABLEAU | Indien Coronakrise Impfungen Krematorien
انځور: ADNAN ABIDI/REUTERS

لکه څنګه چي د ژغورني عملې خبر ورکړی، کله چي د جمعې په شپه په نامعلوم دلیل په دغه روغتون کي اورلګیدنه رامنځته سوه، نو په هغه کي ۱۷ ناروغان بستر ول. له هغو څخه څلور یې ژوندي پاته سوي او د مهاراشرا ایالت روغتون ته انتقال سوي دي. په دې تر څ کي اورلګیدنه هم کنترول سوې ده.

په هند کي په اوس وخت کي د کرونا ویروس یوه داسي نوې څپه پیل سوې چي ددغه هیواد روغتیايي سیستم یې تر سخت فشار لاندي راوستی او ښايي ډیر ژر له سقوط سره مخامخ سي. د چهارشنبې په ورځ د مهاراشترا په یوه بل روغتون کي د کرونا ۲۲ ناروغانو له دې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، کله چي د آکسیجن اخیستلو دستګاه سم کار ور نه کړ.

د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کي د هند د عامي روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا د تقریباً ۳۱۵ زرو نوو پیښو له رامنځته کیدو څخه خبر ورکړ چي تر اوسه پوري د نړۍ په سطحه تر ټولو لوړ ثبت سوی رقم ښيي.

کرونا ویروس ددغه نوي ډول د چټک پراخیدو مسؤلیت په دغه هیواد کي د ډله ایزو مذهبي، سیاسي او سپورتي پروګرامونو او غونډو پر جوړیدو اچول کیږي.

له بلي خوا په کرونا باندي د اخته کیدو ډیرو پیښو ته په کتو سره، کاناډا په اوس وخت کي له هند او پاکستان څخه الوتنو باندي بندیز ولګاوه.

د ترانسپورت وزیر عمر الغبرا وویل، دغه بندیز د پنجشنبې له ماښام څخه اعتبار لري، ځانګړي پروازونه پکښي شامل نه دي او د ۳۰ ورځو له پاره به دوام پیدا کړي.

PG/NZ/AG