1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هند: د کم سنه نجونو د ودولو په تړاو په سونو نارينه نيول شوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

پوليسو د هند په آسام ايالت کې د هغو تر ۱۸۰۰ ډېرو نارينه وو په نيولو لاس پوری کړی دی چې د کم سنۍ د ودونو قوانين یې نقض کړي دي. هند په نړۍ کې د ماشومانو د ودولو لوړ تناسب لري.

https://p.dw.com/p/4N4Z8
هند په نړۍ کې د کم سنه نجونو د ودولو تر ټولو لوړ تناسب لري
هند په نړۍ کې د کم سنه نجونو د ودولو تر ټولو لوړ تناسب لريانځور: Danish Siddiqui/REUTERS

د هند په لوېديځ کې د آسام ایالت پوليسو د جمعې په ورځ د کم سنۍ په ودونو کې د لاس درلودونکو پر ضد عملیات ترسره کړي او تر ۱۸۰۰ ډېر نارينه یې نيولي دي.

د دغه ايالت لومړي وزير هيمنتا بسوا سرما، وويل چې په ټول ايالت کې د هغو کسانو پر ضد عمليات پيل شوي دي چې «د ماشومانو د واده ضد قانون» څخه یې سرغړونه کړې ده. نوموړي د توتير له لارې د نيول شويو کسانو شمیر هم تائيد کړی دی.

م.م: هند کې د ماشومو ناويانو تر ټولو لوړ شمير لري

سرما د رويترز خبري آژانس ته وويل چې پوليسو پنجشنبه د شپې ناوخته د هغو کسانو په نيولو پېل وکړ چې په مندرونو او جوماتونو کې یې د کم سنه نجونو د ودونو په راجستر کولو کې مرسته کړې ده.

ولي په هند کي بايد د ناوې ښه انگليسي زده وي؟

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې: «له مسلمانانو نیولې تر هندوانو او عيسويانو او همدا راز د آسام د چايو باغونه لرونکو قبايلي وګړو پورې په دې کې شامل دي، يعني د دې ناوړه ټولنیز جرم له کبله په نيول شويو کې د هرې عقيدې او ټولنې خلک شامل دي.»

بسوا سرما په خپلو خبرو کې وويل: «په کم سنۍ کې واده په کم سنۍ کې د ميندوارۍ تر ټولو ستر دليل دی چې په پایله کې د مور او ماشوم د مړينې د لوړې کچې له پاره هم مسئول دی.»

د هند د قانون پر اساس د هغو نجونو ودول چې لا اتلس کلنې شوي نه وي، غير قانوني کار دی خو دغه قانون زياتره وخت تر پښو لاندې کيږي.په هندوستان کي دنارینه وو سره د جبري واده کولو پيښي ډیری سوي دي

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس هند په نړۍ کې د ماشومانو د ودولو تر ټولو ستر تناسب لري چې کابو ۲۲۳ ميليونه ودونو ته رسېږي او دا د ټولې نړۍ د کم سنۍ د ودونو کابو يو پر درېمه برخه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» د ۲۰۲۰ م کال د يوه رپوټ په حواله په هند کې هر کال کابو ۱،۵ ميليونه کم سنه نجونې ودول کیږي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, DW sources)

زموږ له آرشيف څخه: