1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د امریکا د دفاع وزیر سفر اهمیت

۱۳۹۹ اسفند ۳۰, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر لائید آستن هند ته رسیدلی دی. په جنورۍ میاشت کې د جو بایډن حکومت واک ته تر رسیدو وروسته، دا هند ته د امریکا د کابینې د یوه لوړپوړي وزیر لومړی سفر دی.

https://p.dw.com/p/3quEi
General Lloyd Austin III
انځور: Yasser Al-Zayyat/AFP/Getty Images

د امریکا د دفاع وزیر لائید آستن، د یوه درې ورځني سفر په ترڅ کې د جمعې په ورځ هندوستان ته رسیدلی دی. دا دوره په یوه داسې وخت کې ترسره کیږي چې د هند او چین ترمنځ د ۲۰۲۰م کال له می میاشتې راهیسې د لداخ پر سرحدي سیمې شخړه لا تر اوسه پورې پای ته نه ده رسیدلې.

په نوي ډهلي کې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي دي چې آستن به د خپل هندي سیال راج ناته سنګ سربیره د ملي امنیت سلاکار اجیت دونهال، د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر او نورو سیاستوالو سره هم وويني.

تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو مشران به په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګښت پر موضوعاتو هم بحث وکړي.

په دې اړه د پنټاګون له خوا یوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي: «د دفاع وزیر آستن به له هندي چارواکو سره د امریکا- هند د دفاعي مشارکت او دواړو هیوادونو ترمنځ د یوه آزاد او سوکاله بحرالکاهل او همدارنګه د هند لویدیځ سمندري سیمه کې د همکارۍ د لا زیاتولو په اړه خپل نظرونه تبادله کړي.»

روسي توغندي د امریکا د ګټو خلاف

هند ته د امریکا د دفاع وزیر له دورې یوه ورځ مخکې د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر باب مینیندیز آستن ته یو لیک لیکلی وو چې په هغې کې یې د هند له خوا له روسیې څخه د S 400  ډوله توغندیو سیستم پر خریدارۍ اندیښنه ښودل شوې وه.

مینیندیز لیکلي وو چې که د هند او روسیي ترمنځ دغه دفاعي تړون کیږي، نو امریکا به اړه شي چې د هند پر ضد بندیزونه ولګوي. نوموړي آستن ته ویلي چې هغه دې له هندي چارواکو سره په واضح ډول د دغو اندیښنو په اړه خبرې وکړي. مینیندیز په هند کې د جمهوري ارزښتنو تر پښو لاندې کیدو په اړه هم انديښنه ښودلې ده.

هند له دیموکراتیکو ارزښتونو څخه د لیري کیدو په حال کې

نوموړي په خپل لیک کې زیاته کړې ده چې د امریکا او هند مشارکت به «هغه وخت ډیر مستحکم وي چې دواړه اړخونه دیموکراتیکو ارزښتونو ته خپله ژمنتیا په عمل کې ښکاره کړي، خو داسې ښکاري چې هند له دغو ارزښتونو څخه مخ پر لیري کیدو دی.»

مینیندیز په دې برخه کې د بزګرانو د غورځنګ ضد د مرکزي حکومت شدیدو اقداماتو، د انتقاد کونکو د ویرولو، په تیرو څو کلونو کې د مسلمانانو ضد احساساتو د زیاتیدو او د تابعیت په قانون کې د اصلاحاتو په څیر اقداماتو ته اشاره کړې ده.

د هند او امریکا د اړیکو ارزښت

د هند او امریکا د اړیکو پراخولو د هڅو په لړ کې نوي ډهلي ته د لائیډ استن دغه سفر ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د خارجي سیاست په برخه کې د یوه مهم اقدام په سترګه کتل کیږي. 

تیره اونۍ جو بایډن، د هند له لومړي وزیر نریندر مودي سره د څلورو هیوادونو ډلې په مجازي غونډه کې خبرې کړې وې.

د امریکا د دفاع وزارت تیره اونۍ په یوه بیانیه کې ویلي وو«د خپل لومړني بهرني سفر په توګه هند ته د آستن دوره د امریکا او هند د ستراتیژيک مشارکت د اهمیت ښکاریندویې کوي.»