1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هندوستان

هند: په آزموېنه کې د ناکامۍ له کبله څو محصلینو ځان وژنه کړې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د هند په تلنګانه ایالت کې د کالج دورې د آزموینو د پایلو له اعلانیدو لا ۲۴ ساعته تیر نه و چې د اتو تنو محصلینو د ځان وژنه رپوټ ورکړل شوی. تیره میاشت په آندهرا پردیش ایالت کې هم په ورته وضعیت کې ۹ محصلینو ځان وژنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4RDWV
Symbolbild Selbstmord
انځور: vkara - Fotolia.com

د سه شنبې په ورځ د هند به تلنګانه ایالت کې د ۲۰۲۳م کال د کالج دورې یا یوولسم او دولسم ټولګیو د آزموېنو د پایلو له اعلانیدو سره سم په محصلینو کې مایوسي لیدل کیدله. تر دې وروسته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ایالت په مختلفو برخو کې لږ تر لږه د ۸ تنو محلصینو د ځانون وژنې رپوټونه ورکړل شوي دي. په دوی کې پنځه تنه د حیدر آباد اوسیدونکي ول. پولیس وایي چې د دغو پيښو پلټنه کوي.

«د تشناب کاغذ په مرسته د ځوانانو د ځان وژنې د مخنوي هڅه»

مخکې تر دې تیره میاشت کله چې په اندهرا پردیش ایالت کې هم د کالج دورې د آزموېنو پایلې اعلان شوې وې، نو د نهه تنو محصلینو د ځان وژنې رپوټ ورکړل شوی.

د رسمي شمیرو له مخې په هند کې په تیرو پنځو کلونو کې د مختلفو لاملونو له کبله په محصلینو کې د ځان وژنې په پيښو کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی دی.

د رپوټ  په حواله د ۲۰۱۶م کال او ۲۰۲۱م کالونو ترمنځ د محصلینو د ځان وژنې پيښې په پرله پسې ډول زیاتې شوي دي. د ۲۰۱۶م کال په پرتله په ۲۰۲۱م کال کې په دغو پيښو کې نږدې ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۶م کال کې د ځان وژنې د پيښو مجموعي شمیر ۱۳۱۰۰۸ و، چې په ۲۰۲۱ م کال کې دغه شمیر بیا ۱۶۴۰۳۳ ته لوړ شو.

د جرایمو د ثبتولو ملي ادارې (این سي آر بي) په حواله په ۲۰۱۶م کال کې ۹۴۷۸ محصلینو خودکشي کړې وه. په ۲۰۱۹ کې دا شمیر ۱۰۳۳۵ ته لوړ شو، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د ۱۳۰۸۹ محصلینو د ځان وژنې پيښې ثبت شوي دي.

په آلمان کې د ژور خفګان يا ډپرېشن د پېښو ډيروالی

د رپوټ په حواله د ۲۰۲۰م کال په مقابل کې په ۲۰۲۱م کال کې د محصلینو د ځان وژنې په پيښو کې ۴،۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د این سي ار بي د شمیرو په حواله په ۲۰۲۱م کال کې په آزموېنو کې د ناکامۍ له امله په مجموع کې ۱۶۷۳ تنو ځانونه وژلي چې د ځان وژنې د مجموعي پيښو نږدې ۱ سلنه برخه تشکیلوي.

په رپوټ کې ویل شوي چې تر ۳۰ کلنو کم عمر لرونکو تر ۱۵۰۰ زیاتو خودکشي کوونکو تنکیو ځوانانو کې چې «په امتحان کې د ناکامۍ» په سبب یې ځان وژنه ثبت شوې ده، ټول یې زده کوونکی یا محصلین نه وو.

د ځان وژنې علتونه

د روان پيژندونکو او زده کړو د چارو کارپوهانو په وینا په هند کې د خودکشۍ د پيښو مهم علت دا دی، چې د دې پر ځای چې زده کوونکي او محصلین د تعلیم پر اهمیت پوه کړای شي، هغوی په امتحانونو کې په ښه ډول د پوښتنو ځوابولو او ښو نمرو اخیستلو ته هڅول کیږي.

هندي رسنۍ: سوشانت سینګ راجپوت په خپل کور کې ځوړند موندل شوی

د زده کړو د چارو کارپوهان وایي چې د زده کړې په موجوده سیستم کې هر څه د مارکس یا نمرو پورې تړلي دي، چې دا په بشپړ ډول غلط دی. دوی میندو او پلرونو ته مشوره ورکوي چې باید د خپلو اولادونو وړتیا او دلچسپي په پام کې ونیسي او په یوه ځانګړې رشته کې یې داخلولو ته اړ نه کړي.

د هند د زده کړو وزیر دهرمیندر پردهان پارلمان ته وویل چې حکومت په محصلینو کې د خودکشۍ د مخنیوي له پاره ډیر شمیر اقدامات کړي دي.

يادښت:

که چیرې له سخت رواني اختلال څخه کړیږئ، په بیړه له متخصصو کسانو مرسته وغواړئ. په ځینو هیوادونو کې ځینې مشخصې مراجع په دې برخه کې مرسته کوي. په دې انټرنېټ پاڼه کې (befrienders.org) کولی شئ په ځینو هیوادونو کې د هغو ځایونو ادرس ومومئ چې د رواني روغتیا په برخه کې مرسته وړاندې کوي.