1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او روسیې سرمشریزه ولې لغوه شوه؟

۱۳۹۹ دی ۵, جمعه

د هند او چین ترمنځ د ترینګلتیا پرمهال د روسیې او هند کلنۍ سرمشریزه هم د لومړي ځل له پاره لغوه شوې ده. کانګرس ګوند وایي چې له روسیې سره د اړیکو د خرابوالي له کبله هند په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ کیدی شي.

https://p.dw.com/p/3nDAe
Brasilien BRICS-Treffen Modi und Putin
انځور: AFP/P. Golovkin

په وروستیو کې روسیې په کواډ ګروپ کې د هند پر شمولیت باندې اندیښنه څرګنده کړې وه، چې تر هغې وروسته د لومړي ځل له پاره د هند او روسیې ترمنځ کلنۍ سرمشریزه لغوه شوه. دغه ناسته له ستراتیژیک لحاظه ډیره مهمه ګڼل کیږي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا له پاره له تیرو۲۰ کلونو راهیسې هرکال دغه غونډه کیږي.

د هند د حکومت سپیناوی

خو هند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه غونډه د کوم اختلاف له کبله نه، بلکې د کرونا د کړکیچ په پام کې نیولو سره دا پریکړه شوې ده. په نوي دهلي کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریواستو، ویلي دي چې دغه غونډه د اوسني وضعیت له کبله لغوه شوې ده: «د دواړو هیوادونو حکومتونو پر دې توافق کړی وو. په دې اړه کوم بل تور یا ادعا ګمراه کوونکي ده. په ځانګړې توګه د مهمو اړیکو په هکله فرضي کیسې خپرول غیر مسوولانه کار دی.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري دا اعلامیه د اپوزیسیون ګوند د یوه مشر راهول ګاندهي، تر څرګندونو وروسته خپره شوه. هغه ویلې ول چې د روسیې په څیر د خپل عنعنوي دوست هیواد سره د اړیکو د خرابولو خطرناکه پایله لرلی شي.

راهول ګاندهي په دې تړاو د رسنیو د رپوټونو له مخې په یوه ټویټ کې لیکلي وو: «روسیه د هند مهم دوست دی. زموږ د عنعنوي دوست سره اړیکو ته زیان رسول تنګ نظري ده چې په راتلونکې کې زموږ اړیکو ته خطرناک ثابتیدای شي.»

په هند کې ځینې شنونکي وایي چې کله په روان میلادي کال کې د کرونا وبا خپل اوج ته رسیدلې وه، نو څو وارې د هند پلاوی روسیې ته تللی او هلته یې په بیلا بیلو غونډو کې ګډون کړی. د هغوی په آند اوس د یوې دومره مهمې غونډې د لغوه کولو اړتیا څه وه؟

د هند په رسنیو کې دا ډول رپوټونه خپریږي چې له کله راهیسې هند د امریکا، آسترالیا او جاپان په «کواډ» نومې ګروپ کې ګډون کړی دی، له هغې راهیسې د روسیې او هند په اړیکو کې ترینګلتیا لیدل کیږي. هند په سیمه کې د چین د نفوذ په پام کې نیولو سره په دغه ګروپ کې د شاملیدو پریکړه کړې وه، خو دغه څه امریکا ته د هند د نزدې کیدو سره تعبیریږي. روسیه په دې آند ده چې د هند له دې اقدام څخه په سیمه کې د دوی ګټې اغیزمنیدای شي.

په وروستیو کې یوه هندي خبري آژانس په نوي دهلي کې د روسیې د سفارت یوه جګپوړي دیپلومات له قوله د دغو اندیښنو په هکله رپوټ ورکړی وو. د روسیې د سفیر په وینا «موږ د ځینو هیوادونو له لوري د هند سمندر او آرام سمندر په سیمو کې د خنډونو له هڅو سره مخامخ یوو، چې له کبله یې په سیمه کې د همکارۍ نافذ اصول له خطر سره مخامخ کیدای شي.»

د روسیې د سفیر په خبره «کواډ، به په سیمه کې د هراړخیزو مذاکراتو او ډیالوګ له پاره زیان رسوونکی ثابت شي.» د سرچینې په خبره د روسیې له لوري د دغه ښکاره څرګندونو له کبله په نوي دهلي کې هم کافي اندیښنې او ناکراري شته.

د هند او روسیې اړیکي

د هند او روسیې ترمنځ له ۲۰۰۰م کال راهیسې د کلنۍ غونډې طرز العمل موجود دی، چې په ۲۰۱۰م کال کې ورته ځانګړې حیثیت ورکړل شو. تیر میلادي کال په دغه غونډه کې د ګډون له پاره د هند لومړي وزیر نریندر مودي، روسیې ته سفر کړی وو او په ۲۰۱۸م کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه غونډه کې د ګډون له پاره هند ته تللی وو.

د رپوټونو له مخې لومړی په دې تړاو د یوه مجازې غونډې امکان وو، خو هغه هم ترسره نه شوه او له دې کبله د دیپلوماتانو ترمنځ اندیښنې شته. د کرونا بحران پرمهال د هند لومړي وزیر د بنګله دیش، آسترالیا او ویتنام د حکومتونو له مشرانو سره په انلاین بڼه غونډې کړي دي.

شنونکي په دې آند دي چې اوسمهال نوي متحدینو او د ډلبندیو وخت دی، خو داسې بریښي چې که څه هم هند ډیر ورو خو په بشپړ ډول امریکا ته د لا نزدې کیدو په حال کې دی او له دې کبله په سیمه کې د نوي اتحاد او ډلبندیو امکان شته. د کارپوهانو په وینا د هند او چین ترمنځ د کړکیچ د هوارولو له پاره روسیې خپلې هڅې کړې وې خو هند د روسیې د دریځ پر ځای د امریکا دریځ ته ترجیح ورکړې وه.

صلاح الدین زین، نوی دهلی