1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: د غيږ نيونې فدراسيون مشر په جنسي ځورونه تورن شوی

۱۴۰۲ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د هند غيږ نیونې فدراسيون د مشر بهوشان شاران سينګ پر ضد دا ګام د غيږ نيونې د لوبغاړو تر اوږده احتجاج وروسته پورته شوی دی. نوموړی د لومړي وزير نريندرا مودي د ګوند د پارلمان غړی هم دی.

https://p.dw.com/p/4SbtO
هند: د غيږ نیونې فدراسیون د مشر پر ضد احتجاج
هند: د غيږ نیونې فدراسیون د مشر پر ضد احتجاجانځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

د هند پوليسو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د ريسلينګ (غېږنيوني) فدراسيون د مشر بیرج بهوشان شاران سينګ، پر ضد یې د جنسي ځورونې شکايت درج کړی دی.

د ډيلي پوليسو په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې د «پلټنو تر بشپړيدو» وروسته یې د «بیرج بهوشان شاران سينګ پر ضد» دا ګام پورته کړی دی.

اړونده موضوع: هند: په امن کورونو کې د نجونو څخه د جنسي استعفادې د پېښو په اړه انديښنې

سینګ يو بانفوذه سياستوال دی او د برحاله لومړي وزير نريندر مودي بهارتيه جنتا ګوند سره تړاو لري. نوموړی له ۲۰۱۱م کال راهېسې د هند د غيږ نیونې فدراسيون مشري کوي.

په جنورۍ مياشت کې کله چې پر نوموړي د جنسي ځورونې تورونه را برسيره شول، د هند اولمپيک کميټې په دې اړه د پلټنو له پاره يوه کمېټه جوړه کړه.

سينګ په تکراري ډول دا تورونه رد کړي دي

سينګ پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي. کله چې په لومړي ځل دا تورونه ولګول شول نو نوموړي رسنيو ته وويل چې که پر ده لګيدلی يو تور هم رښتيا ثابت شي نو «ځان وژنه به وکړي.»

اړونده موضوع: فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رئیس بندیز ولګاوه

نوموړي ادعا وکړه چې پرې لګول شوي تورونه یې حثيت ته د زيان رسولو او د هند له پارلمان څخه د ايستلو موخه لري.

له نوموړي په کراتو غوښتنه شوې چې د غيږ نیونې د مشر څوکۍ پريږدي خو تر اوسه یې دغه ډول ټولې غوښتنې رد کړي دي.

د «هندوستان ټايمز» ورځپاڼې د رپوټ په حواله سينګ خبريالانو ته ويلي ول چې «استفا لويه خبره نه ده خو که چېرې له دندې ګوښه شي نو دا به په دې معنی وي چې د هغوی [لوبغاړو] تورونه رښتيا ول.»

د هند د غيږ نیونې فدراسيون مشر بيرج بهوشان شاران سينګ پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي
د هند د غيږ نیونې فدراسيون مشر بيرج بهوشان شاران سينګ پر ده لګول شوي تورونه رد کړي ديانځور: AFP/Getty Images

د هند د سپورت وزير انوراګ سينګ ټهاکر، ويلی ول چې پلټنې به په څلورو اوونيو کې بشپړې شي. خو په داسې حال کې چې پلټنې په اپريل مياشت کې سر ته رسېدلې وې، نتايج یې نه وه خپاره کړل شوي.

ونيش پهوګاټ چې د «Commonwealth» يا ګډو کټو دولتونو په لوبو کې یې درې ځله د سرو زرو مډال ګټلی دی، ټهاکر یې د قضې په «پټولو تورن» کړی دی.

د ځنډولو، ګواښلو او ويرلو تورونه

د می مياشتې پر ۲۹ مه نېټه کله چې نريندر مودي د هند د پارلمان نوې ودانۍ افتتاح کړه، د غيږ نیونکو احتجاج هم زور واخیست.

په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکې باجرانګ پونيا او ساکشي مالک پارلمان ته د مارش د هڅې پر وخت ونيول شوې او پر ضد یې له قانون څخه د سرغړونې تورونه ثبت شول.

اړونده موضوع: آیا افغانستان د مي ټو خوځښت له پاره چمتو دی؟

تر دې څو ورځې وروسته د غيږ نيونې دې لوبغاړو ګواښ وکړ چې له دولت څخه د نا اميدۍ د ښکاره کولو د نخښي په توګه به خپل مډالونه د ګنګا سيند ته واچوي.

خو کله چې د غيږ نيونې دغه ښځينه لوبغاړې د ګنګا سيند پر غاړه راټولې شوې نو د بزګرانو د ټولنې يوه بانفوذه مشر له دوی سره وليدل او هغوی یې له دې کاره منع کړې.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په لومړي سر کې د غيږ نيونې د اووه ښځينه لوبغاړو چې یوه یې لا اتلس کلنه شوې نه وه، سينګ په جنسي ځورونه تورن کړی وو. خو د «اندين ايکسپريس» د يوه رپوټ په حواله دغه کم سنه نجلۍ بيا وروسته له خپلو تورونو پر شا شوه.

کله چې په جنورۍ مياشت کې د سينګ پر ضد مظاهرې پېل شوې، نو د غيږ نیونې لوبغاړې ونيش پهوګات وويل چې د هغو مېرمنو چې احتمالاً ځورول شوي دي، د ویرولو هڅه شوې ده.

پر مودي هم د دې قضيې په اړه د چپ پاتيدو له کبله نيوکي شوې وې.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: