1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هندوستان

د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه را لویدلې ده

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

هندي چارواکي وایي چې د یوه روزنیز پرواز پر مهال یې مګ ۲۱ ډوله الوتکه د تخنیکې ستونزې ښکار شوې ده. د «الوتونکي تابوت» په نامه مشهور د پخواني شوروي د وخت مګ ډوله الوتکو وړتیا، تل تر پوښتنې لاندې نیول کیږي.

https://p.dw.com/p/4R3Ln
Indien Flugzeugabsturz bei Jamnagar
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Reuters

د هندوستان هوایي ځواکونو دغه پيښه تائیده کړې ده او د یوه ټویټ له لارې یې ویلي دي «د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه نن سهار د روزنیز پرواز پر مهال سورت ګړه ته نږدې د حادثې ښکار شوې ده. پیلوټ په محفوظ ډول وتلی او په سطحي ډول ټپي شوی دی. د پيښې علت معلومولو له پاره یوه څیړنیزه کمیټه ګمارل شوې ده.»

پاکستان او هند وایي چې د یو او بل الوتکي يي راغورځولي

پولیسو د پیښې ځای محاصره کړی دی او د ژغورنې کار پیل شوی دی. دغه پيښه له پاکستان سره د سرحد لرونکي ایالت راجستان د هنومان گړ ولسوالۍ د پيلي بنگا په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې له سورت ګړ ایئر بیس یا هوایې اډې څخه مګ ۲۱ ډوله الوتکې پرواز وکړ.

سیمه ایزو چارواکو وویل چې الوتکه پر یوې کور را غورځیدلې وه چې دری تنه په کې وژل شوي. چارواکو ویلي دي چې پیلوټ توانیدلی د پراشوت په وسیله پر وخت له الوتکې ووځي.

د بیکانیر حوزې د پولیسو مشر اوم پرکاش په حواله: «پيلوټ د انساني زیان اوښتو د کمولو هر ممکن کوښښ کړی دی او توانیدلی دی چې الوتکه د کلي څنډې ته ورسوي.»

د سیمه ایزو چارواکو په حواله په پيښه کې د مړو شوو کسانو کورنیو ته د هر قرباني پر سر د پنځه سوه زره هندي روپيو د ورکول کیدو اعلان شوی دی.

«الوتونکي تابوت»

د هندي پوځ مګ ډوله الوتکې په پرله پسې ډول د حادثو ښکار کیږي له همدې امله روته الوتونکی یا هوایي تابوت هم ویل کیږي.

د ۲۰۲۲م کال په جولای کې هم یوه مګ ۲۱ ډوله روزنیزه الوتکه د پيښې ښکار شوې وه چې په کې سپرو دوو تنو پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مګ ۲۱ ډوله الوتکې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د هند هوایي ځواکونو کې شامل کړای شوې وه. په مرحله وار ډول د پخواني شوروي د دور د دغو الوتکو د لیري کولو کار روان دی.

د دولتي رپوټونو په حواله د هوایي ځواکونو یوه استازي په پارلمان کې دفاعي کمیټې ته ویلي وو چې نور نو د مګ الوتکو لیري کول ضروري شوي دي. یوازې په ۲۰۲۱م کال کې د مګ ۲۱ ډوله الوتکو د را نسکوریدو پنځه پيښې رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې دری تنه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

Indien | MiG-21 Jet
مګ ۲۱ ډوله الوتکې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د هند هوایي ځواکونو کې شامل کړای شوې وه.انځور: Marina Lystseva/TASS/dpa/picture alliance

د هند هوایي ځواکونو کې تر شاملیدو وروسته تر اوسه پورې ۴۰۰ مگ الوتکې د پيښې ښکار شوي دي چې په ترڅ کې یې نږدې ۲۰۰ پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.هندي پیلوټ د پاکستان پولې ته نژدې د الوتکې د لویدو له کبله وژل شوی

په ۲۰۱۹م کال د هند د هوایي ځواکونو یو پيلوټ ابهینندن چې په مگ ۲۱ ډوله الوتکه کې سپور و، کله یې چې الوتکه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د پيښې ښکار او را نسکوره شوه د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو. وروسته بیا دغه هندي پيلوټ د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې آزاد او بیرته هند ته وسپارل شو.

اژانسونه: ش.ن/ ب.ص