1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په کشمير کې نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳, شنبه

د پولیسو په وینا شپږ شکمن ياغيان او يو هندي نيمه پوځي افسر په دوو جلا پېښو کې په کشمير کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4AKcH
Indien Kashmir | Indischer Soldat
انځور: Sajad Hameed/Pacific Press/picture alliance

پېښه د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۲۲ نیټه) رپوټ شوې ده يعنې دوه ورځې مخکې له دې چې د هند لومړی وزير، نرندرا مودي دغې کړکېچنې سيمې ته د يکشنبې په ورځ سفر وکړي. د سويلي جمو ښار په يوه څنډه کې وسله واله نښته هغه مهال پيل شوه چې پوليسو او عسکرو د اورپکو يوه ډله په سونجوان کې وليدله.

د پوليسو په حواله دوه ياغيان او يو نيمه پوځي افسر ووژل شول او لږ تر لږه دوه سرتېري او دوه تنه پوليس په متقابلو ډزو کې ټپيان شول. ځواکونو په دغه سیمه کې د لټون او پلټنې چارې پيل کړي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې پکې هم لږ تر لږه پنځه عسکر او يو ملکي وګړی وژل شوي ول.

ديلباګ سنګهـ، د پوليسو مشر، خبريالانو ته وويل چې وژل شوو ياغيانو »د يوه لوی بريد پلان جوړاوه.«

ټاکل شوې چې له سونجوان ښارګورټي څخه ۱۵ کيلومتره لېرې به د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۲۴مه) لومړی وزير نرندرا مودي په يوه عامه غونډه کې وينا وکړي. دا له هغه وروسته په ياده شخړه يزه سيمه کې د ده لومړۍ وينا ده چې نوي ډهلي په ۲۰۱۹ کال کې د کشمير سيمې نيمه خپلواک حالت بېرته اخيستی او هغه يې په دوو داسې سيمو وېشلې وه چې تر مستقيم حاکميت لاندې وي.        

چارواکو په سیمه کې نوي داسې مقررات پلي کړي دي چې د انتقاد کوونکو او ځايي اوسېدونکو په نظر داسې اندېښنې يې راپيدا کړي دي چې د مسلمانانو د اکثريت لرونکې کشمير سيمې د نفوس ترکيب ښايي بدل کړي. د کشمير د اداري حالت تر تبديلولو وروسته مودي دوه ځله پوځي کمپونو ته سفر وکړ چې له عسکرو سره د هندوانو فستيوالونه ولمانځي.

سنګهـ وويل چې وژل شوي اورپکي »له پاکستان څخه يوه ځانمرګې ډله« وه او دا چې هڅه يې دا وه چې د مودي سفر »د يوې توطيې له لارې سابوتاژ« کړي. د پوليسو مشر هيڅ شواهد وړاندې نه کړل چې خپله دغه ادعا تثبيته کړي.

په جلا ډول حکومتي ځواکونو د جمعې په ورځ په دويمه پر له پسې ورځ د ياغيانو له يوې ډلې سره جګړه وکړه چې په مالوه، يعنې داسې يوه کلي کې پټ ول چې د سيمې اصلي ښار سرينګر په شمال لويديځ کې پروت دی. په دغه پېښه کې د پوليسو په خبره څلور تنه اورپکي وژل شوي دي.

دغه نښته د پنجشنبې په ورځ پيل شوه وروسته له دې چې د پاڅون ضد پوليسو او عسکرو په مالوه کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپې وهلې وې. پوليسو يو وژل شوی تن د يوسف کانترو په نوم پېژندلی دی او ويلي يې دي چې نوموړی په کشمير کې د ياغيانو يو قوماندان وو. خو د دغو پېښو بې طرفه او ناپېيلی پخلی نه دی شوی.

د عيني شاهدانو په حواله د ياغي قوماندان د وژنې د خبرونو تر خپرېدو وروسته د هغه له کلي څخه ځوانان د احتجاج په توګه راووتل او له حکومتي ځواکونو سره ونښتل. 

ځايي اوسېدونکي وايي چې يو ځوان سړی سيند ته ولوېد او ډوب شو وروسته له دې چې پوليسو د لويديځ ماګام سيمې په ځوانانو پسې منډه کړې وه. پوليسو په يوه بيان کې ويلي دي چې د پېښې په هکله به پلټنې وکړي.

د جمعې په ماښام ناپېژاندو وسله والو دوه هندي کارګران د سرينګار په يوه څنډه کې وويشتل او ټپيان یې کړل. هند او پاکستان دواړه د کشمير د وېشل شوې سيمې د بشپړ کنترول په سر ادعا لري او د لسيزو راهيسې په دغه ناندرئيزه سيمه کې ترينګلتيا موجوده ده.