1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلاول بوټو ته په هند کې ډېر سوړ هرکلی وشو

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د پاکستان خارجه وزير بلاول بوټو له خوا د ترهګرۍ په اړه يوې وينا ته د هغه هندي سيال غبرګون وښود او ويې ويل چې »د پاکستان اعتماد د مالي پانګې پرتله يې لا ژر په کمېدو دی.«

https://p.dw.com/p/4QzQ1
India Central Asia Forum  S. Jaishankar und Bilawal Bhutto Zardari
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د جمعې په ورځ په يوه نادر سفر سره هند ته ورسېد. د ترهګرۍ په اړه د خپلې وينا پرمهال بوټو له حاضرو کسانو څخه وغوښتل چې له »ترهګرۍ څخه د ديپلوماتيک کريډيټ د حاصلولو وسيلې په توګه« لاس واخلي. د هغه هندي سيال، جايشنکار، دغو خبرو ته غبرګون وښود او ويې ويل چې »د پاکستان اعتماد د مالي پانګې پرتله يې لا چټکه په کمېدو دی.«هند او پاکستان د خپلو اتومي شتمنيو او بندیانو نوملړ تبادله کړې

دغه خبره نوموړي د ژورناليستانو په حضور کې د پاکستان مالي او اقتصادي کړکېچ ته په اشارې سره وکړه او زياته يې کړه چې د بوټو وينا »د هغه د هېواد فکري طرز« ښکاره کوي. هند ته د يوه لوړپوړي پاکستاني ديپلومات وروستی سفر په ۲۰۱۶م کال کې و. يو له بل څخه تر وېشل کېدو راهيسې دغو دواړو هېوادونو تر دې دمه درې جګړې کړې دي.میني یوه پاکستانۍ نجلۍ د هندوستان تر زندانه ورسوله

هند په پاکستان باندې په دوامدار شکل تور پورې کوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې له پاڅون کوونکو څخه ملاتړ کوي چې اسلام آباد دغه تورونه تل ردوي. همدا د تیرې جمعې په ورځ په کشمير کې پنځو هندي سرتېرو د چاودنو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هند پوځ پر شکمنو ياغيانو باندې د بريد تور لګوي چې په خبره يې په يوه سمڅه کې يې ځانونه پټ کړي ول.