1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هند: کرونا یوه ورځ کې ۳۶۸۹ انسانان ووژل

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

هند کې کرونا ۱۹،۵ میلیونه انسانان اغیزمن کړي او تر اوسه پورې نږدې ۲۰۰ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کرونا وبا د شدیدې څپې له امله د دغه هیواد روغتیایي سکتور تر سخت فشار لاندي دی.

https://p.dw.com/p/3srDh
Indien Bengaluru | Coronavirus | Krematorium
انځور: Abhishek Chinnappa/Getty Images

د کرونا ویروس وبا له امله په شدید ډول اغیزمن شوي هیواد هندوستان کې د رسمي شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۳۷۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې منځ کې په دغه هیواد کې په یوه ورځ کې تقریباً درې لکه او ۹۳ زره نوي کسان پر دې ویروس اخته شوي دي.

د کرونا ویروس د شدیدې څپې له امله د تیرو لسو ورځو راهیسې د نړۍ په دې تر ټولو دویم ستر نفوس لرونکي هیواد کې د نویو مبتلایانو شمیر په پرله پسې ډول په ورځ کې له ۳۰۰ زرو پورته وي.

د هند روغتیایي سکتور تر سخت فشار لاندې قرار لري او په دغه هیواد کې د نورو طبي سامان الاتو د کمښت ترڅنګ د تنفسي دستګاو او اکسیجن شدید کمښت لیدل کیږي.

د آلمان مرستې

ډیر شمیر هیوادونو د بیړنیو مرستو ژمنې کړي دي. آلمان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می لومړۍ نېټه) دغه هیواد ته د مصنوعي تنفس ۲۰ دستګاوې، ۱۳ تنه نظامي روغتیاپالان او یو شمیر طبي وسایل واستول. ټاکل شوې ده چې دغه نظامیان به ۱۴ ورځې په هند کې باقي پاتې شي.

له هوا څخه د اکسیجن ترلاسه کول

د آلماني پوځ د یوه ویاند په حواله د یوې باروړونکي الوتکې په وسیله به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د اکسیجن د تولید یوه لویه دستګاه له آلمان څخه هند ته واستول شي.

دغه دستګاه له بهرنۍ هوا څخه په لوړې فیصدۍ کې اکسیجن د طبي مقاصدو له پاره تولیدوي، چې وروسته کیدای شي ترې ځانګړي بالونونه (د اکسیجن ډبې) ډک کړای شي.

عادي هوا چې مونږ یې تنفس کوو له ۷۸ سلنه نایتروجن، ۲۱ سلنه اکسیجن او پاتې برخه یې له کاربن ډای اکساید او نجیبه ګازونو څخه تشکیل شوی دی.

د آلماني پوځ د انټرنټ پاڼې د معلوماتو له مخې دغه دستګاه کولی شي چې تقریباً ۹۳ فیصده اکسیجن تولید کړي.

آژانسونه: ش.ن/ا.ا

Coronavirus - Hilfe für Indien
هند ته د آلمان کرونایي مرستې په الوتکه کې د باریدو په حال کېانځور: Thorsten Weber/Bundeswehr/dpa/picture alliance