1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

 هند: د سیند په څنډو کې په سلونو ښخ کړل شوي مړي موندل شوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

هند هغه رپوټونه رد کړل چې په تيرو دوو اونیو کې له زرو ډير جسدونه په سیند کې موندل شوي دي. خو د مړو د تدفین په برخه کې يوه خیریه موسسه وايي چې د لرګیو د کمښت او د بیو د لوړيدو له کبله ځینې خلک خپل مړي سیند کې خوشې کوي.

https://p.dw.com/p/3tSfJ
Weltspiegel 7.7.21 | Indien Corona-Situation Garhmukteshwar
انځور: Danish Siddiqui/REUTERS

 د هندوستان پولیس د دغه هیواد شمالي کليو ته ورغلي دي، تر څو د هغو موندل شوو جسدونو په اړه تحقیقات وکړي چې هلته په شګو کې ښخ کړل شوي او يا په اوبو کې د خوشي کړل شوي ول. په شمال کې اوس پولیس د نورو مړو د موندلو په لټه کې دي. په ټولنیزو رسنيو کې داسې انګیرنه ده چې دغه مړي د کرونا قربانیان دي.

اسوشتید پریس خبري آژانس وايي، په جيپ موټرونو او کشتيو کې سپاره پولیس په لاوډسپيکرونو کې له خلکو غواړي چې خپل مړي سیند ته ونه غورځوي. پولیس وايي: «موږ دلته راغليو یو چې تاسو سره په دغو وروستیو مذهبي مراسمو کې مرسته وکړو.»
د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۱۴مه) د پراياګراج په نوم د اترا پرديش ایالت په يوه ښار کې بارانونو د سیند په څنډو شګو کې د ښخ کړل شوو مړو کفنونه رابرسیره کړل.

TABLEAU | Bildergalerie Indien Coronavirus | Mumbai Impfzentrum
پولیس د تحقیقاتو او خلکو سره د مرستې په موخه سیمې ته رسیدلي - د آرشیف انځورانځور: Francis Mascarenhas/REUTERS

د دغه ایالت يوه حکومتي وياند، نوين سیهګل د يکشنبې په ورځ د ځايي رسنيو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د تیرو دوو اونیو په جریان کې په سیندونو کې له زرو ډير د کرونا له کبله د مړه شوو کسانو مړي موندل شوي دي. هغه وویل: «زه شرط ږدم چې دغه مړي له کرونا سره هيڅ تړاو نه لري.»

دغه حکومتي ویاند زیاته کړه چې ځینې کلیوال څنګه چې رايج ده، خپل مړي د يو هندو دود په خاطر د ځینو مذهبي دورو په جریان کې د هغه د اهمیت له پاره نه سوځوي. پر وینا يې چې په داسې وختونو کې دوی خپل مړي یا په سیند کې خوشې کوي او يا ېې د سیند په څنډو کې خاورو ته سپاري.

د پولیسو یوه لوړپوړي افسر، کې.پي. سينګ وويل چې چارواکو د پراياګراج سیند په څنډو کې د کرونا وبا قربانیانو له پاره د هدیرې يوه ځمکه ټاکلې ده او پولیس نور چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې مړې يې د سیند پر غاړو ښخ کړي.
سینګ دغه راز زیاته کړه چې د سيهګال ایالت چارواکو د سیند په څندو کې «يو کم شمیر مړي» موندلي دي خو د هغو شمیر يې مشخص نه کړ.

اما داسې هم ویل شوي چې د مړو شمیر لوړ دی او په ځينو سیمو کې خلک د مړو د تدفین پیسې نه لري چې له کبله يې خپل مړي سیند کې خوشې کوي.

Nepal Kathmandu | Coronavirus Krise | Krematorium
يوه خیريه ټولنه وايي چې د مړو شمیر لوړ دی او په لرو پرتو سیمو کې ځينې بېوزله خلک خپل مړي سیند کې خوشې کويانځور: Niranjan Shrestha/AP Photo/picture alliance

د مړو د تدفین په برخه کې د باندهو محل سمیت (Bondhu Mahal Samiti) په نوم د یوې خیريه ټولنې غړی، رمیش کمار سینګ وايي چې په لرو پرتو سیمو کې د مړو شمیر ډير لوړ دی. د هغه په خبره بېوزله خلک خپل مړي د مراسمو د لوړ لګښت او د لرګيو د کمښت له امله سیند کې خوشې کوي. 

په اوس وخت کې د مړو د سوځولو مصرف د پخوا په پرتله درې برابره (۱۵۰۰۰ هندي روپۍ/ ۲۱۰ امریکايي ډالر) لوړ شوی دی.

د هندوستان روغتيايي چارواکو تیره اوونۍ ويلي وو چې د بیهار ایالت په ګاونډ ګنګا سیند کې ۷۱ جسدونه موندلي دی.

چارواکو چې د دغو جسدونو معاینات يې ترسره کړي وايي چې د دغو افرادو د مړيني لاملونه يې ځکه معلوم نه کړلای سوای، ځکه چي پر مړيني زيات وخت تېر سوی او مړي خراب سوي ول.

تیره اوونۍ د لکناو سویل لويديځ ته په ۴۰ کيلومترۍ کې پرتې ولسوالۍ اوناو کې هم شاوخوا ۱۲ جسدونه چې د سیند په غاړه شګو کې ښخ کړل شوي ول، موندل شوي ول.

اسوشتيد پريس/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم: