1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د خپلواکۍ مراسم، د شاه امان الله خان یادونه وشوه؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

طالب مشران وايي، نړۍ دې ورسره په سیاسي اړیکو کې تعامل وکړي. د طالبانو حکومت د خپلواکۍ په ګټلو کې د چا رول اغیزمن بولي؟

https://p.dw.com/p/4VLze
شاه امان الله خان چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د خپلواکی اتل ګڼل کیږي
شاه امان الله خان چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د خپلواکی اتل ګڼل کیږيانځور: AP

د طالبانو حکومت له انګریزانو څخه د خپلواکۍ ګټلو ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې او دفاع وزارت کې یې مراسم جوړ کړي ول.

د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست په ۱۹مه نیټه د انګلستان د وخت واکمنانو د افغانستان خپلواکي په رسمیت ومنله او هغه مهال شاه امان الله خان ددې خپلواکي اخېستو اعلان وکړ.

په لندن کې د چارو شنونکي عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، شاه امان الله په ۱۹ پیړۍ کې افغانستان لپاره یواځې د خپلواکۍ فکر نه، بلکې ورپورې تړلي نور ډېر افکار یې هم رامنځته کړل.

د هغه په خبره «شاه امان الله نه یواځې دا چې د جګړې په ډګر کې ښکېلاک مات کړ، بلکې ده د تعلیم ازادي هم جوړه کړه، د بیان او مطبوعاتو آزادي هم رامنځته کړه، خلاصه دا چې د شاه امان الله په وخت کې خلکو مادي او معنوي خپلواکي ترلاسه کړه.»

د ښاغلي معارج په وینا دا خلکو ته هېښوونکې ده چې هغه ډله ټپله د امان الله خان خپلواکي لمانځي، چې د هغه مهال د فکر، وینا، زده کړو او کار خپلواکي په څېر اړخونه یې له پامه غورځولي دي.

شاه امان الله خان په ۱۹۸۹ میلادي کال د اګست په ۱۹مه له انګریزانو د سیاسي خپلواکی اعلان وکړ
شاه امان الله خان په ۱۹۸۹ میلادي کال د اګست په ۱۹مه له انګریزانو د سیاسي خپلواکی اعلان وکړانځور: gemeinfrei

د افغانستان په معاصر تاریخ کې شاه امان الله خان له انګریزانو د خپلواکی ګټلو اتل ګڼل شوی، خو د خپلواکی په اړه د طالبانو په اعلامیه او مراسمو ته د طالب مشرانو په ویناوو کې د امان الله خان یادونه ونه شوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني په خپله وینا کې وویل، د خپلواکۍ په ګټلو کې عالمانو غوره رول لوبولی دی. د هغه پوه وينا «هغه علما چې نن په تاریخ کې تر دوی وړاندې هغه څوک راځي چې د علماوو رول پکې کمزوری وښيي، دا ویاړ او فتحه زموږ ستاسو د وخت دښمنانو په داسې نوم نومولي وي چې زموږ د ملت خپلواکي یې کمزورې ثابته کړې وي.»

دغه جګپوړي طالب چارواکي د ملا مشک عالم، ملا نجم الدین اخوندزاده او یوشمېر نورو نومونه یاد کړل چې په وینا يې د خپلواکی په ګټلو کې رول درلود.

اړوند مطالب:

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مراسمو ته وویل، د هېواد د خپلواکی ۱۰۴مه کلیزه په داسې مهال لمانځي چې هېواد یې په بشپړ ډول خپلواک دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلوکۍ ۱۰۴ مې کلیزې په اړوند خپل پیغام کې د طالبانو په حکومت غږ کړی چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه پر خپله ټویټرپانه لیکلي: «په دغه تاریخي ورځ یو وار بیا له سرپرست اسلامي حکومت څخه غواړم چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او هغوی ته د ټول هېواد په کچه د زده کړو زمینه برابره کړي.»

د کرزي په وینا له زده کړو پرته د نورو له احتیاجه خلاصون ناشونی دی.

نړۍ سره په سیاسي تعامل ټينګار

په دغو مراسمو کې طالب چارواکو نړۍ سره په مثبت سیاسي تعامل ټینګار وکړ.

سراج الدين حقاني وویل حکومت یې د دوحې تړون ته ژمن دی او نړۍ ته هم نه ښايي چې افغانانو سره له زورواکۍ کار واخلي: «دوی دې افغانانو سره تعامل اختیار کړي، نیکه لار دې اختیار کړي.»

نوموړي زیاته کړه ځینې هېوادونه دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپل کور کې حل کړي او د ملامتی پيټی دې د افغانانو په اوږو نه اچوي.

نوموړي د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو پاکستان په دې وروستیو کې تور لګولی چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان پر پوځ او خاوره له افغانستانه خپل برېدونه پلانوي.