1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو افغان روغتيايي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

ملګرو ملتونو تېره مياشت په ټول افغانستان کې تر ۲۳ زور زياتو روغتيایي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي دي. د دې امتحاني پروژې په ترڅ کې کابو ۸ ميليونه ډالره له طالبانو سره له شريکولو پرته کارکوونکو ته ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/42oep
Afghanistan | Coronavirus | Hospital in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام «يو ان دي پي» او د روغتيا په برخه کې د مرستې نړيوال صندوق سره يوځای شوي څو د نړيوال بانک له خوا تمويلیدونکی هغه پروګرام بيرته عملي کړي چې واک ته د طالبانو له رسيدو سره سم ځنډول شوی وو.

ملګري ملتونه هڅه کوي چې افغانستان ته په کافي اندازه نغدې پېسې ورسيږي څو له هغو په ميليونو انسانانو سره بشري مرسته وشي چې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي او د دغه هيواد اقتصاد او روغتيايي او د زده کړو د برخې د سقوط مخه ونیوله شي.

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام د آسيا او پاسيفيک د برخې مشرې کاني وګناراجا رويترز خبري آژانس ته وويل: «يو څوک بايد لومړی ګام پورته کړي. موږ نه یوازې له يوه داسې روغتيايي سيسټم سره لاس او ګريوان يو چې د پاشل کيدو په حال کې دی، بلکې له يوه مالي سیسټم سره هم چې مخ پر سقوط دی.»

نوموړې زياته کړه: «د روغتيا په برخه کې نړيوال صندوق مالي خطر پر ځان ومانه، موږ د دې د عملي کولو خطر ومانه څو دغه معاشونه ورکړل شي.»

هغې زياته کړه: «موږ وښووله چې دا امکان لري او دا کار ورکولی شي. په يوه هيواد کې د خلکو د اقتصاد ژغورلو له پاره لارې ډېرې اوږدې وي.»

ګلوبل فنډ يا نړيوال صندوق ۱۵ میليونه ډالر ورکړي دي چې له دې څخه یې ۸ میليونه د معاشونو له پاره او د نورو پېسو ډېره برخه د بسټیزو روغتيايي لوازمو، اړينو درملو او نورو اکمالاتو له پاره مصرف شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام داسې يوه لاره سنجولې چې پېسې څرنګه افغانستان ته داخلې او بيا د دغه هيواد له ۳۴ څخه په ۳۱ ولايتونو کې روغتيايي کارکوونکو ته ورسيږي.

وګناراجا وويل چې د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام د پېسو يو څه برخه د افغانستان نړیوال بانک ته رسولي او بيا یې د پېسو د رسولو يوه بل ستر عرضه کوونکي له لارې پاتې نورې پېسې ويشلي دي. د پراختيا پروګرام د امنيتي دلایلو پر اساس د پېسو رسولو دغه خدماتو نوم په ډاګه نه کړل.

«یوه عجبه آزمايښتي پروژه»

تر اوسه کابو د ۲۲۰۰ روغتيایي کلينکونو کارکوونکو ته معاشونه د هغوی د بانکي حسابونو له لارې ورکړل شوي دي، په داسې حال کې چې د کابو۲۵۰۰ نورو کارکوونکو چې په لیرې پرتو سيمو کې دي، معاشونو به هغوی ته د نغدو پېسو په شکل کې په لاس کې ورکړل شي.

کاني وګناراجا د دې په اضافه کولو سره چې دا پروګرام به د راتلونکو دريو میاشتو له پاره د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومان د مرستې ادارې «يونيسف» له خوا تمويل شي، زياته کړې: «دا [افغان] کورنيو ته هیله ورکوي او روغتيايي خدمات بيرته یې را ژوندي کړي دي.»

وګناراجا زياته کړه چې په دې ترڅ کې به ملګري ملتونه له نړيوال بانک سره خبرې وکړي څو وکتل شي چې آیا هغه به کولی شي دا پروګرام بيرته پر غاړه واخلي او يا په هغه صورت کې چې بانک د اړينې تائيدي د ترلاسه کولو جوګه نه شي، يوه ترکيبي حللاره ولټوي.

واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. د افغانستان د ملي بانک د شتمنيو د کنګل کیدو او بهرنيو مرستو تر درېدو وروسته ملګري ملتونه هڅه کوي په افغانستان کې د نغدو پېسو د کمښت ستونزه حل کړي.

وګناراجا وويل چې د روغتيا برخې له کارکوونکو سره د تېرې مياشتې د معاشونو ورکړې مرسته کړې ده چې ځيني بانکونه بيرته خپل فعاليت پېل کړي. هغې زياته کړه: «په هغه دقيقه کې چې په يوه سيمه کې اقتصادي فعاليت پيل شي او خلک وکولی شي بانکونو ته پېسې انتقال او يا یې ترې را وایستلای شي، بانکونو هم بيا کولی شي چې خپلې څانګې پرانيزي.»

 هغې وويل چې د دې تر ثابتیدو وروسته چې دا سیسټم کار ورکوي، ملګري ملتونه به د پخواني بانکي سيسټم کارولو ته ادامه ورکړي او د پېسو د ليږد خدمات به هم په راتلونکو څو مياشتو کې نغدې پېسې افغانستان ته ورسوي. خو هغې زياته کړه چې د ملګرو ملتونو بېلا بېلې ادارې هم افغانستان ته د امريکايي ډالرو پر انتقال غور کوي.

نوموړې په دې اړه هیله څرګنده کړه چې نړيوال بسپنه ورکوونکي به هم دا پروسه «له نزدې څاري.« هغې زياته کړه: «دا زموږ له پاره د سیسټم د چلونې يوه خورا ليونۍ آزمايښتي پروژه ده.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

افغانستان کې د روغتياي مرکزونو کمښت او د شخصې ډاکټرانو مرستې