1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مونشن: د متحده ايالاتو او چين خارجه وزيرانو سره وليدل

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

د امريکا د باندنيو چارو وزير انټوني بلنکن د چين د خارجه وزير وانګ ژي ته د اوکراين جګړې په ترڅ کې د روسيې له ملاتړ څخه خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/4Ni2N
US Außenminister Antony Blinken und Chinas Außenminister Wang Yi
انتوني بلنکن او واانگ ژيانځور: Stefani Reynolds/AP/picture alliance

انټوني بلنکن د آلمان په مونشن امنيتي کانفرانس کې وويل چې واشنګټن اندېښنه لري چې چين د اوکراين په ضد جګړه کې و ماسکو ته پر وسلو ورکولو غور کوي. د چين او د امريکا متحده ايالاتو لوړ پوړو ډپلوماتانو د مونشن امنيتي کانفرانس په ترڅ کې ملاقاتونه سره کړي دي.

سخته لهجه

د چين د باندنيو چارو وزير وانګ ژي د بلنکن له څرګندونو څخه څو ساعته تر مخه لا په ډېره سخته لهجه کې پر واشنګټن تنقيد وکړ چې په وينا يې پر چين د شکمن جاسوسي الوتکونکي بالون د خوشي کولو په موضوع کې یې «لېونی چلن» خپل کړی دی. په نژدې ورځو کې د چين له خوا د شکمن بالون الوزولو پر موضوع د دواړو هيوادونو تر منځ په غېر عادي توګه اړيکي متاثره شوي دي.
دغه هم ولولئ: د اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

نن د يکشنبې ورځ (د ۲۰۲۳ کال د فبروۍ ۱۹ نېټه) د اين بي سي نيوز خپرونې له خوا د بلنکن په خپره شوې يوه مرکه کې هغه وويل: «د امريکا متحده ايالات په دې هکله ډېر په فکر کي ول چې چين د روس په ملاتړ کولو سره پر دې غور کوي چې ورته وژونکې وسلې ورکړي. خو امریکا پر چيني سفير وانګ ژي باندي دا خبره واضح کړې ده چې که چين داسي يو څه وکړل نو ډېر جدي نتايج به ولري.» بلنکن زياته کړې: «د چين له خوا د روسيې سره د بېل ډول مرستو پر تر سره کولو غور کيږي، چې پکښي وژونکې وسلې هم شاملېدلای شي. خو په دې هکله به واشنګټن ډېر ژر نور تفصيلات وړاندي کړي.»

دغه هم ولولئ: د امريکا پوځ يو بل «الوتونکی شی» ويشتلی دی

له بل اړخه د چين د باندنيو چارو وزارت نن يکشنبې يوه اعلاميه خپره کړېده چې په کې ويل شوي دي چې د چين د باندنيو چارو وزير وانګ ژي د مونشن په امنیتي کانفرانس کې د بلنکن سره د خبرو پر وخت و هغه ته خبرداری ورکړ چې «امريکا به د خپل چلن له کبله دوه اړخيزو اړيکو ته د رسېدلي تاوان ازاله کوي او د هغه حالت سره به مخامخ کيږي چې د امريکا له خوا د قوت د ړوند استعمال له کبله رامنځته شوی دی.» د وانګ اشاره د امریکا د متحده ايالاتو د جنګي الوتکو له خوا پر شکمنو چينايي بالون باندي عمليات او د هغه راغورځولو ته وه.

«له ليونتوب څخه کم نه دی»

د اعلاميې په حواله وانګ ژی ويلي: «د يوه چينايي بالون د ويشتلو لپاره د يوې لوړې درجې جنګي الوتکې د لېږلو او هغه هم د توغندي سره، دا ډول چلن د منلو نه او له لېونتوب څخه کم نه دی.» د چين د باندنيو چارو د وزير په وينا «په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو هيوادونو سره زيات بالونونه شته، نو ايا امريکا به ټوله په نخښه کوي او راغورځوي به يې؟»

دغه هم ولولئ: واشنګټن: د چین بالون د ستر جاسوسي پروګرام برخه وه

د مونشن په کانفرانس کې چېري چې د اوکراين او روس تر منځ جګړه او نور موضوعات مهم دې، تر څنګ يې دا سوال هم ګردش کاوه چې ايا بلنکن او وانګ ژي به دغه کانفرانس د خپلمنځي مذاکراتو لپاره يو موقع وبولي او استعمال به يې کړي که څنګه؟

د دغه ملاقات په هکله د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت هم مخکې له مخکي کوم معلومات نه ول ورکړي. خو کله چې د بلنکن او وانګ ژي تر منځ د ملاقات د ختمېدو يو ساعت تېر شو، نو ياد وزارت د دغه ملاقات پخلی وکړ.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.