1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانې وزیر په څه جرم نیول شوی؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

شیخ رشید د پاکستان پر پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د عمران خان د وژنې توطیې تور لګولو له کبله نیول شوی دی. عمران خان د دې اقدام په غندنې سره ویلي دي چې په تاریخ کې هیڅکله هم یو څوک په دې اساس نه دی نیول شوی.

https://p.dw.com/p/4N0mg
Pakistan | Sheikh Rashid Ahmad
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید چې د ولسي مسلم لیګ ګوند مشر او د پاکستان تحریک انصاف یا «پي ټي آی» متحد دی، د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د اسلام آباد پولیسو نیولی دی. د شیخ رشید وراره له رسنیو سره په خبرو کې د هغه نیول کیدل تائید کړي دي.

د پاکستان د پیپلز ګوند یوه سیاستوال راجا عنایت خان عریضه کړې وه چې شیخ رشید د یوې توطیې پر اساس د پاکستان پر پخواني ولسمشر آصف علي زرداري تور لګولی و.

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

نوموړي یوې داخلي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې پر آصف علي زرداري د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د وژنې توطیې تور لګولی و. راجا عنایت خان ویلي دي چې د دې تور له کبله د پخواني ولسمشر او د هغوی د کورنۍ ژوند په خطر کې اچول شوی دی.

هغه شکایت کړی و چې شیخ رشید له خپل زړه څخه جوړ کړي او د دې بې بنسټه توطیې په مطرح کولو سره غواړي د پیپلز او «پي ټي آی» ګوندونو ترمنځ ټکر رامنځته شي، څو د هیواد امنیت خراب شي.

د هغه شکایت چې د راجا عنایت الرحمن له خوا د شیخ رشید پر ضد محکمې ته وړاندې شوی وو هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

د رشید شفیق په خبره د اسلام آباد عالي محکمې د هغه شکایت په برخه کې تخفیف ورکړی و کوم چې د شیخ رشید پر ضد وړاندې شوی و، خو سره له دې هم هغه نیول شوی دی. کوم چې د رشید شفیق په خبره دا د محکمې سپکاوی دی او نوموړی به دغه نیونه په محکمه کې چیلنج کړي.

عمران خان دغه اقدام غندلی

د پاکستان تحریک انصاف پي ټي آی مشر عمران خان د شیخ رشید احمد نیول کیدل په سختو ټکو غندلي دي. هغه وویل چې په تاریخ کې هیڅکله هم یو څوک په دې ډول خبرې نه دې نیول شوی.

عمران خان په ټویټر کې لیکلي دي: «د شیخ رشید نیول کیدل په شدید ډول غندو. د پاکستان د انتخاباتو رسوای زمانه کمېسیون له خوا ټاکل شوی یو داسې متعصب او غچ اخیستونکی حکومت په تاریخ کې تر دې مخکې پر موږ هیڅکله هم نه و مسلط شوی.»

عمران خان: حکومت زما د وژنې توطيه جوړه کړې وه

پخواني لومړي وزیر پوښتنه مطرح کړې: «آیا پاکستان د داسې ولسي تحریک د زغملو توان لري چې له طرفه یي موږ داسې یو وخت ته ټیل وهل کیږو چې وارد شوي حکومت موږ ډیوالي کړي یو؟»

شیخ رشید څه وایي؟

شیخ رشید د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې ټولو تر شا د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله لاس لري.

هغه تور ولګاوه چې کور ته يې ۱۰۰ کسان ننوتلي. دروازې او کړکۍ یي ماتې کړې. کور یي تالاشي کړی او نوکران یي وهلي دي. هغه زیاته کړه چې د هغه د ضمانت پر منظورۍ سربیره پولیسو هغه ونیول او په زوره یي په خپل موټر کې بوتلل.

د اسلام آباد پولیسو وویل چې شیخ رشید د آبپاره پولیسو نیولی او د پولیسو مرکز(تهاڼه) ته یي انتقال کړی دی. مخکې تر دې د اسلام آباد پولیسو د یوه ټویټ په وسیله شیخ رشید ته یو وروستی فرصت ورکړی وو چې د پولیسو مرکز ته دې حاضر شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز